ملګري ملتونه: د طالبانو له واکمنېدو راهیسې افغانستان کې د ښځو د حقونو برخه کې شاتګ شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو لخوا یو نوی رپوټ چې چهارشنبه (دسمبر ۸مه) خپور شوی وایي، په افغانستان کې د تېرې اګست میاشتې له ۱۵ نېټې راهیسې چې طالبان واکمن شول، د ښځو د حقونو برخه کې په شاتګ لیدل شوی دی.
د دې ځانګړي رپوټ چمتو کولو لپاره د ملګرو ملتونو لخوا یوې ښځینه ډلې افغانستان کې د ښځو د ژوند بېلا بېلو اړخونو ته کتنه کړې.
دې لړ کې د افغان ښځو کار، زده کړو، روغتیايي اسانتیاو، په ورځني او ټولنیز ژوند او سیاسي ډګر کې د ښځو د فعالیتونو برخې ته کتنه شوي.
رپوټ وايي، سره له دې چې طالبانو ډاډ ورکړی چې د اسلام په چوکاټ کې به د ښځو حقونو ته درناوی کوي،خو افغانې ښځې او نجونې د خپلو حقونو په برخه د چټکو بدلونونو شاهدانې دي او وضعیت په خرابېدو دی.
په رپوټ کې راغلي چې په افغانستان کې د روان وضعیت له کبله ټول وګړي په ژوره توګه اغیزمن شوي، خو د ښځو او نجونو لپاره یې پایلې ډېرې مهمې دي او له پامه نه شي غورځول کېدای.

طالبانو لا د ملګرو ملتونو دې وروستي رپوټ ته غبرګون نه دی ښودلی، خو نژدې څلور میاشتې وړاندې یې د واک ترلاسه پر مهال ژمنه کړې وه چې د ښځو او نجونو ټولو حقونو ته به د اسلام په چوکاټ کې درناوی کوي.
خو ملګرو ملتونو په خپل رپوټ کې ویل شوي چې دا مهال افغانستان کې له ښځو سره د ژوند په ټولو برخو کې توپیري چلن کېږي.
د طالبانو له واکمنۍ دمخه هم افغانستان په نړۍ کې د ښځو لپاره یو تر ټولو ناوړه ځای بلل شوی و او ورته اندېښنې تېرو کلونو کې هم ښودل شوې وې.
خو د ملګرو ملتونو لخوا په دې تازه رپوټ کې راغلي چې د طالبانو تګلارې د نجونو د زدکړو او ښځو د کار کولو په برخه کې د چټک او ډراماتیک بدلون او په تېرو شلو کالو کې د لاسته راوړنو د له منځه تللو سبب شوې دي.
رپوټ وایي، ځینو کورنیو د ښځو د خوندیتابه په موخه پر دوی یو لړ خپلسري محدودیتونه هم لګولي، چې د دې ښځو پر روان اغیز کوي، د هغوی وړتیا کموي او ټولنیز ژوند کې یې ګډون ته لېوالتیا ختموي.










