'زموږ په ټولو شاوخوا هېوادونو کې ښځې شته، دوی څنګه پرمختګ کوي؟'
د ښځو حقونو مشهوره او خبریاله محبوبه سراج ته د درناوي په پار افغانستان کې ډېر خلک د انا نوم ورکوي. د ۲۰۲۱ کال په اګست کې چې افغانستان کې طالبان واکمن شول، دا په خپل هېواد کې پاتې شوه او پرلپسې یې د افغان ښځو حقونو په هکله غږ پورته کړی. له کابله د بي بي سي ۱۰۰ ښځې پروګرام سره خبرو کې نوموړې د افغانستان راتلونکي په هکله اندېښنه څرګنده کړه. دا طالبانو ته یوه پیغام کې وايي: 'موږ غواړو یو کامیاب اسلامي هېواد ولرو، دې کې ناسم څه دي؟'