طالبان: د امريکا له خوا د مرستو ازادولو د اعلان هرکلی کوو

افغانان

د عکس سرچینه، AFP

طالبانو د امريکا له خوا افغانستان ته د مرستو لېږد لارې هوارولو د پرېکړی هرکلی کړی. د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت له خوا په استول شوې خبرپاڼه کې هيله څرګنده شوې چې د امریکا په ګډون ټول هېوادونه او نړيوال سازمانونه به د افغانستان حکومت سره د اړيکو ټينګښت او بشري مرستو ته دوام ورکړي.

امریکا افغانستان ته د مرستو د رسېدو د اسانولو لپاره خپلو ادارو او یو شمېر نړیوالو نادولتي ټولنو ته اجازه لیکونه ورکړي دي.

دا ګام یې پر داسې مهال پورته کړی، چې طالبان لا هم د امریکا تر بندیزونو لاندې دي خو په دې اړه اندېښنې وې، چې که مرستې و نه رسېږي، افغانستان کې به بشري کړکېچ لا سخت شي.

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي، چې د دغو ټولیزو جوازلیکونو له مخې امریکايي حکومتي ادارو، او نړیوالو ټولنو ته له طالبانو او حقاني شبکې سره د داسې راکړې ورکړې لار جوړېږي، چې خلکو ته د مرستو د رسولو لپاره اړینه ده.

د رویټرز خبري آژانس په وینا امریکا په داسې حال کې افغانستان ته د مرستو د لېږد عمومي اجازه ورکړه چې، پر طالبانو له بندیزونو سره سره، دا اندېښنه شته چې د واشنګټن سزاورکوونکي اقدمات کولی شي په افغانستان کې پراخ انساني ناورین لا ګړندی کړي.

د امریکا مالیې وزارت چې د بهرنیو مرستو واګې هم لري اعلان وکړ چې دوه جوازونه یې صادر کړي، یو یې د امریکا حکومت، نادولتي سازمانونو او د ملګرو ملتونو په ګډون ځینو نړیوالو سازمانونو ته اجازه ورکوي چې له طالبانو یا حقاني شبکې سره د بشري مرستو په رسولو کې ښکېل شي.

او دوهم یې د خوراکي توکو صادرولو او بیا صادرولو، دارو درملو او نورو اقلامو ته اجازه ورکړې.

د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو پانګو د کنټرول مشر انډریا ګاسکي په یوې وینا کې ویلي، د مالیې وزارت ژمن دی چې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د جریان او د نورو داسې فعالیتونو آسانچاري وکړي چې لومړنۍ انساني اړتیاوې تامینوي.

ده زیاته کړه چې واشنګټن د مالي موسسو، نادولتي او نړیوالو سازمانونو په مرسته د کرهنیزو، درملو او نورو سرچینو رسولو کې د آسانتیا برابرولو ته ادامه ورکوي، په داسې حال کې چې پر طالبانو، حقاني شبکې او نورو بندیزنه پرځای ساتي.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې د روان کال له پیل څخه ۱۸ میلیون افغانان چې د نفوس کابو نیمايي کېږي، په څلورو کلونو کې د دویمې وچکالۍ له امله مرستې ته اړتیا لري.