کابل او نورو ولایتونو کې الله اکبر شعار

د افغانستان لوېدځ کې د هرات د وړمې شپې له الله اکبر شعار وروسته بېګا پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو کې یو لوی شمېر خلکو د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ ورته شعارونه ورکړل.
دا ولسي هڅه وړمه شپه له هرات پیل شوه چې له څو ورځو راهیسې پکې ولایتي مرکز کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.
پرون خواله رسنیو کې ځینو کسانو له خلکو وغوښتل چې ورته شعار د شپې نهه بجې کابل کې هم پیل کړی.
خو پر کابل سربېره، کندهار، ننګرهار، کونړ، خوست، شبرغان، مزار او نورو ولایتونو کې هم بېګا نهه بجې دا شعار پیل او ان تر نهه نیمو پورې اورېدل کېده.
ځینې خلک واټونو او کوڅو ته وتلي وو او نورو د خپلو کورونو له ورسیو او بامونو دې شعار کې برخه واخیسته.
ځینو خلکو پر الله اکبر شعار سربېره د پاکستان ضد شعارونه هم ورکول.
د طالبانو او ولسمشر غني غبرګون

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چارشنبې په ورځ یوه وینا پاڼه کې ویلي دا زموږ شعار دی، نه د هغه چا چې ده سیکولران بللي دي.
ولسمشر غني پرون په یوه ویډیويي پیغام کې د هرات ښاریانو د تکبیر نارو ته په اشارې سره وویل: ''طالبان باید پوه شي چې د دې هېواد خلکو تل د الله اکبر په ناره پاڅون کړی ''
هغه وویل ''د هرات خلکو تېره شپه په لوړ غږ څرګنده کړه چې څوک د الله اکبر نارې استازیتوب کوي. ''
دغه شعار ته پر پخوانیو او اوسنیو افغان چارواکو سربېره په پاکستان کې هم ځینو پښتنو سیاستوالو او مشرانو غبرګون ښودلی دی.

د مخکیني ولسمشر حامد کرزي پر رسمي فېسبوکپاڼه لیکل شوي شوي چې د نوموړي په اند د هرات د خلکو د تکبیر نارې له تپل شوې جګړې بېزاري څرګندوي او دغه تکبیرونه ګد ملي پاڅون بڼې خپلولو '' په مانا بولي.
په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین او د دې غورځنګ یو مخکښ غړی او ددې هېواد د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ هم خپلو خواله رسنیو کې دا شعار لیکلی دی.









