بلخ کې بمبار؛ حکومت د طالبانو او عامو خلکو وژل مني، خو خلک وايي ولسي وګړي وژل شوي

د افغانستان شمال ته بلخ کې افغان هوايي ځواکون بېګا د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې هوايي برید کړی چې وايي اوه وسله وال طالبان پکې وژل شوي دي.
د بلخ ولسوال محمد یونس ستانکزي بي بي سي ته وویل د ملي امنیت له لوري دوی ته ورکړل شوي لومړني معلومات ښيي چې په دغه برید کې اوه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او همدا راز دوه عام وګړي هم وژل شوي.
دغه هوايي برید تېره ورځ مازیګر ناوخته د بلخ ولسوالۍ حسن خېلو کلي په یوه جامع جومات او تر څنګ یې د ملکي وګړو په دوه کورونو شوی، چې د سیمې د خلکو په وینا په دغه برید کې د یوې مېرمنې په ګډون یو تن بزګر وژل شوی او نږدې لس عام وګړي ټپیان شوي.
د دې سیمې د جو مات امام مولوي نیک محمد بي بي سي ته وویل، د ولس پر کور بمبار شوی او حکومت ته تر عملیاتو مخکې پکار و چې اول یې پلټنه کړې وی:
"دولت باید دلته پوښتنه وکړي او د مشکوکو کسانو موندلو یا په نښه کولو کې ولسي وګړي ونه وژني. که زموږ دا غږ وانه ورېدل شي، موږ ددې ناروا کار پر وړاندې اقدام کوو".
د وژل شوي کس ورور کمال الدین بي بي سي ته په ژړغوني غږ وویل، "بمبارۍ هر څه له خاورو سره خاورې کړل، ورور مې هم ولاړ او ژوند مو هم تبا شو او کور مو پر کنډواله بدل شو".
د سیمې یوه اوسېدونکي سرښوونکي مطیع الله وویل، دلته طالبان نه دي وژل شوي بلکي ولسي وګړي وژل شوي: "زموږ جومات هم وران شوی او خلک غریب دي د جومات جوړولو وس نه لري. دلته نه طالب و او نه یې هم قرارګاه وه، وژل شوی سپین ږیری سړی دی چې کوچني ماشومان ترې پاتې دي".
د سیمې یوه اوسېدونکي چې د بمبار په کنډواله کې ولاړ دی وویل، "بمبارۍ لس کوره ویجاړ کړي، جومات مو وران شو، ښځه او سړی شهیدان شول، الوتکې راځي بمبار کوي او پوښتنه نه شته''.
وسلوالو طالبان هم وايي چې افغان ځواکونو پر ولس بمبار کړی چې له امله یې یوه ښځه یو بل کس وژل شوي او د کلي جومات او کورونه ویجاړ شوي دي.
د ولسي مرګ ژوبلې ډېرېدل
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
بلخ کې دا بمبار په داسې مهال دی چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یا یوناما وايي، د ۲۰۲۱ کال لومړیو دریو میاشتو کې ۵۷۳ ولسي وګړي وژل شوي او تر دوولس سوو ډېر ټپیان شوي دي.
دا اداره خپل تازه رپوټ کې وايي، د روان میلادي کال د سږنیو دریو میاشتو مرګ ژوبله د تېر کال تر ورته مودې ۲۹ سلنه ډېره ده.
یوناما په خپل تازه رپوټ کې د حکومت ضد وسلوال د ۶۱ سلنه او حکومت د ۲۷ سلنه ولسي مرګژوبلې مسؤل بولي.









