ترکمنستان او افغانستان د اورګاډي پټلۍ، انټرنېټ او برېښنا پروژې پرانیستلې

د عکس سرچینه، Arg
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اورګاډي پټلۍ، برېښنا او نوري فایبر (انټرنېټ) درې پروژې پرانیستل شوې.
ددغو پروژو پرانیست غونډې په دواړو هېوادونو کې د وېدیو کنفرانس له لارې وشوې، چې پیل کې یې د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بُردي محمدوف او وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویناوې وکړې.
ښاغلي محمدوف وویل، د سیمه ییزې همکارۍ پام کې نیولو سره، "دا پروژې د افغانستان د ملاتړ او صنعت مهمه برخه ده، چې افغانستان به په خپلو پښو ودرېږي او ترکمنستان به له افغانستان سره خپلو اړیکو او همکارۍ ته دوام ورکړي".
نوموړي وویل، د هند، پاکستان، ترکمنستان او افغانستان د ګازو نللیکه، نوري فایبر، لاجورد لار، اورګاډي پټلۍ او د برېښنا پروژو پرانیستل د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ښه ګاونډیتوب او همکارۍ ښکارندویي کوي.
د ترکمنستان ولسمشر زیاته کړه، دا پروژې به د بهرنۍ پانګوې جذبولو او کارموندنې لپاره ګټورې تمامې او د سیمې د هېوادونو امنیت کې به مهم رول ولوبوي.
ولسمشر محمد اشرف غني هم خپله وینا کې، چې له ارګه په وېډیويي بڼه خپرېده وویل، خوشاله یم چې د افغانستان او ترکمنستان اړیکي پراخ شوي او د افغانستان د لوی ملت په استازیتوب د ترکمنستان د ولسمشر د ښه نیت درناوی کوم.

د عکس سرچینه، ARG, RTA
ده وویل: "د اقینې اندخوی- د برېښنا پروژه او نورې پروژې موږ ته مهمې او د وصل ټکی دی. له څه باندې سلو کلونو وروسته افغانستان یوځل بیا د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره خپل اړیکي بېرته نوي کوي".
افغان ولسمشر وویل د افغانستان او ترکمنستان عالمانو هوکړه کړې چې د سولې بهیر د ملاتړ لپاره به ترکمنستان کې ګډه غونډه جوړي او دغه ګام د افغان سولې بهیر لا ډېر پیاوړی کولی شي.
نوموړي زیاته کړه: "طالبانو ته مې پیغام دا دی چې د افغانستان د خلکو غوښتنې واورئ، زموږ ولس پر سوله هوکړه کړې ده او د تاوتریخوالي دوام د افغانستان د خلکو له هوکړې سره په تضاد کې دی او دا د دې لامل کېږي چې ستاسې پر وړاندې لا نور راپاڅي. نو جګړه او وینه تویونه ودروئ او سوله ومنئ".
برېښنا
ولسمشر غني وویل، د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترکمنستان د برېښنا "ټپ" پروژې پربنسټ د ترکمنستان ولسمشر د دې پروژې د ۵۰۰ کیلو واټه برېښنا بیه له شپږ سنټو تر درې اعشاریه پنځو سنټونو راټیټه کړې ده چې برېښنا به یې تر پاکستانه رسېږي.
دا ۵۰۰ کیلو واټه برېښنا له اقینې تر شبرغان پورې غځېدلې او له شبرغانه تر مزاره یې ۲۲۰ کیلو واټه برېښنا لېږدول شوې ده.

د عکس سرچینه، RTA
محمد اشرف غني وویل، افغانستان د ۲۰۲۱ کال اګسټ میاشت خپله خاوره کې د "ټاپي" (هند او پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو لېږدولو) او "ټپ" پروژو د پرانیستلو مراسمو ته چمتو دی.
د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، ددې ۵۰۰ کیلو واټه برېښنا لپاره تر خوست، لوګر او پکتیا پورې مزي غځول شوي، کاپیسا او پنجشېر ولایتونه هم نښلول شوي او د پروان ډېرو ولسوالیو ته هم غځېدلي دي.
د دې پروژې لګښت د اسیا پراختیايي بانک ورکوي، چې له برېښنا به یې لږترلږه ۹ میلیونه انسانان کټه ترې واخلي.
نوري فایبر
ولسمشر غني وویل، ۲۵۰۰ مېګا بایټه انټرنېټ به له ترکمنستان نه هرات او ګاونډیو ولایتونو ته وغځول شي او ددغو ولایتونو وګړي به یې له خدمتونو ګټه واخلي.
ده وویل، د نوري فایبر پروژې د کېبل ساختماني کارونه اقینه بندر کې بشپړ شوي چې افغانستان او ترکمنستان د ښو همکاریو یوه بېلګه ده.
نوموړي وویل، دې پروژې د سوېلي اسیا هېوادونه د ځمکې له لارې له اروپا او د نړۍ له نورو هېواونو سره نښلولي دي.
اورګاډي پټلۍ

د عکس سرچینه، Arg
وړاندې افغانستان او ترکمنستان د اقینه- اندخوی ۳۰ کیلومتره اورګاډي پټلۍ پروژې هوکړه لاسلیک کړې وه، چې بالاخره په ۲۰۲۰ کال کې بشپړه او اوس ګټې اخیستو ته چمتو ده.
ددې پروژې د جوړېدو تړون په ۲۰۱۹ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوی و، چې ۲۴ کیلومتره یې د اورګاډي پټلۍ اصلي کرښه او څلور کیلومتره یې فرعي کرښې جوړوي.
ولسمشر غني وویل، د دې پروژې پرانیستلو سره به افغانستان له ګڼو هېواونو سره ونښلېږي او افغانستان به د اسیا په څلور لاره بدل شي.
د اورګاډي پټلۍ د دې پروژې پرانیستلو سره، د ترکمنستاني توکو یو بار اورګاډی افغانستان ته وخوځېده.










