غزني کې چاودنې "۱۵ ماشومان وژلي او ۲۰ نور ټپيان" کړي

د افغانستان په مرکزي ولایت غزني کې سیمه ییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په ګيلان ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له امله لږ ترلږه "۱۵ ماشومان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان" دي.
د غزني والي ویاند واحدالله جمعه زاده وايي، پېښه په ګيلان ولسوالۍ کې غرمه شاوخوا ۱۲ بجې شوې ده.
ښاغلی جمعه زاده وايي چاودنه له هغه رېکشې سره شوې چې ماشومان پرې ورټول شوي وو.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني دا یو "وحشیانه" عملی بللی او ویلي یې دي چې "طالبان باید د اوربند لپاره د افغانستان د خلکو غوښتنه ومني."
د ولسي جرګې مشر میر رحمن رحماني هم ویلي: "دا یوه بشرضد کړنه رنه".
مخکې سيمه ييزو چارواکو ويلي وو چې چاودنه په يوه ختم کې شوې وه خو وروسته معلومه شوه چې د کلي هلکانو يوه سوداګر ته د خرڅلاو لپاره يوه لويه مرمۍ وروړې وه چې هلته وچاوده.
طالبانو هم په يوه اعلاميه کې ويلي چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوې چې ماشومانو د يوې ناچاودلې سرګلولې د پلورلو هڅه کوله.
د غزني والي وياند په وينا، پېښه کې ټپيان د مقر د ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي او د ځينو ماشومانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی.

د عکس سرچینه، Getty Images
پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني هم پر دغې چاودنې خواشيني ښودلې ده.
ګيلان د غزني ښار په نژدې پنځوس کيلومترۍ کې له ناامنو ولسوالیو ده چې د زابل ولايت په ګاونډ کې پرته ده.









