د کابل دوو بریدونو کې یو ولسي وګړی او د دفاع وزارت دوه څارنوالان وژل شوي

برید

د عکس سرچینه، Hamdullah Arbab facebook

د عکس تشریح، د معلوماتو لاسرسي کمېسیون غړي حمدالله ارباب د ده پر موټر تر برید وروسته پر فېسبوک دا انځورونه خپاره کړي دي.

د دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل وايي، ناپېژاندو وسله والو کابل ښار کې د دفاع وزارت دوه څارنوالان وژلي دي.

د کابل پولیسو ویاند فردوس فرامرز هم ویلي، پر دغو څارنوالانو د یکشنبې په ګهیځ د کابل ښار شپاړسمې حوزې اړوند ټانک چکري سیمه کې برید شوی.

تر اوسه ددغه برید مسئولیت چا نه دی منلی.

په ورته وخت کې د معلوماتو د لاسرسي کمېسیون د کمېشنر او انځورګر حمدالله ارباب پر موټر هم چسپکي بم نښلول شوی چې نوموړی روغ رمټ ترې وتلی، خو ښاغلي اربای ویلي چې چلوونکی یې د ټپونو له کبله مړ شوی.

ښاغلي ارباب پر فېسبوک د خپل موټر انځورونه خپاره کړي چې شتنۍ برخه یې بم خرابه کړې ده.

د دې چاودنې مسئولیت هم چا نه دی منلی.

معلوماتو د لاسرسي کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې دا برید غندلی او له طالبانو او افغان دولت یې غوښتي چې د سولې خبرې چټکې کړې او د خلکو د وژنې مخه ونیول شي.

ښاغلي ارباب د خپل موټر دا انځور خپور کړی چې وايي له بریده دی ژوندی ترې وتلی دی.

د عکس سرچینه، Hamdullah Arbab

د عکس تشریح، ښاغلي ارباب د خپل موټر دا انځور خپور کړی چې وايي له بریده دی ژوندی ترې وتلی دی.

که څه هم په وروستیو کې کابل ښار کې لوی بریدونه نه دي شوي، غلا غدۍ او د چسپکي بمونو بریدونه لاهم شته.

د دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل وايي، د دولت مخالفان کابو هره ورځ د چسپکي بمونو بریدونه کوي.

د کابل ولایت ولسوالیو کې تر ډېره طالبان له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

دا ناامنۍ د کابل د پولیسو د مشر د بدلېدو لامل شوې دي.

کابل ښار کې د ناامنیو دا تازه پېښې داسې مهال شوې، چې د قطر دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې بحثونه روان دي، خو تر اوسه یې غونډ، او مذاکراتو چندان نتیجه نه ده ورکړې.