کورنیو چارو وزارت: کابل ښار کې د طالبانو د پاټکونو ویډیو جعلي ده

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, زلمی اشنا
- دنده, بي بي سي
کابل امنیه قومنداني پر خواله رسنیو هغه خپره شوې ویډیو "جعلي" او د دې ډلې د "تبلیغاتي جګړې" یوه برخه ګڼي چې پکې ښکاري څو کسانو د طالبانو بیرغ سره د پلازمینې کابل په نږدې سیمو کې پاټکونه جوړ کړي دي. په ويډیو کې وسله وال لېدل کېږي چې د کابل ښار په لویدیځ کې له خلکو او موټر چلوونکو پوښتنې کوي چې له چارواکو څومره راضي دي.
دغه وسله وال په ويډيو کې وايي چې د غلا او نا امنیو د مخنیوي لپاره د شپې مهال کمپنۍ سیمې ته راوتلي.
د دې ویډیو اخیستو او همدارنګه په دې سیمه کې د دغو کسانو د پاتې کېدو موده مالومه نه ده خو د کورنیو چارو وزارت یې پخوانۍ بولي. دغه وزارت دا ویډیو جعلي او د طالبانو د تبلیغاتي جګړې یوه برخه ګڼي.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي د کابل ټولې ولسوالۍ د حکومت په واک کې دي.
سره له دې چې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي دغه کسان طالبان دي، خو د کمپنۍ یوه اوسېدونکي بي بي سي سره خبرو کې دوی نا مسووله وسله وال یاد کړي.
ورته مهال د پغمان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي -چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي او غږ یې ثبت کړو- وویل، د طالبانو لږ تر لږه لس کسیزې ډلې کله کله د شپې مهال د دې ولسوالۍ پر بېلابېلو سیمو ګرځي راګرځي.
څارونکي دې ویډیو ته په کوم نظر ګوري؟
د افغانستان رسنیز بنسټونه هم د داسې ویدیو خپرېدل رواني جګړه بولي او د دوی په خبره، تر ډېره دغه کار پر خلکو د خپل اغیز شیندلو لپاره کېږي.
نی یا د افغانستان د خپلواکو رسنیو د ملاتړ بنسټ مشر مجیب خلوتګر وايي، طالبان د دغه "مانور" په ترسره کولو غواړي په مذاکراتو کې خپل ځواک وښيي.
ورته مهال، ځیني په دې اند دي چې حکومت هم له دې "مانوره" ګټه اخیستې. څارونکي وايي په خواله رسنیو کې ددې ویډیو خپرېدل را خپرېدل دا پیغام رسوي چې که خلک او سیاستوال له جمهوریته ننګه ونه کړي نو د طالبانو رژیم به یو ځل بیا تجربه کړي.
ایا پخوانی تاریخ تکراریږي؟

د عکس سرچینه، Getty images
څو شپې وړاندې په کابل کې د طالب وسله والو را څرګندېدل په اویایمه لسیزه کې د مجاهدینو مانورونو ته ورته ګڼل کېږي چې په پای کې د ډاکټر نجیب حکومت د پرځېدو لامل شول.
د سیاسي چارو کارپوه صدیق توحیدي وايي، د لویو ښارونو په نږدې سمیو کې د طالبانو شته والی ښار ته د ګواښ په ما نا نه ده. ځکه چې د ده په اند، اوسني شرایط د ۷۰ یمې لسیزې پرتله ډېر توپیر لري.
سره له دې چې د حکومت او طالبانو پلاوي په قطر کې د سولې په خبرو اترو بوخت دي خو دلته په افغانستان کې پر جبهه يي جګړو، ځانمرګو بریدونو او چاودنو سربېره د دواړو غاړو له لوري تبلیغاتي جګړه هم توده شوې ده، داسې جګړه چې د پوهانو په خبره، پر خلکو اغېز کولی شي.








