ارګ د افغان کابینې لس نور سرپرست وزیران هم اعلان کړل

اوپي

د عکس سرچینه، AOP

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ کابل کې خبري غونډې ته د وینا پر مهال د کابینې لس پاتې غړي هم اعلان کړل.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه د تېرو ټاکنو د سیال عبدالله عبدالله ترمنځ پر اوسني حکومت له هوکړې وروسته پر حکومت نیوکه دا وه چې لا یې هم کابینه نه ده بشپړ کړې.

د دواړو مشرانو ترمنځ د هوکړې له مخې عبدالله عبدالله ته د ملي پخلاینې شورا مشري او د کابینې نیمايي برخه ور کړل شوې ده.

صدیق صدیقي هیله وښوده، چې دا نوي نوماند وزیران په پارلماني چارو کې د دولت وزارت لخوا باور رایې اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته ور وپېژندل شي.

د کابینې نوي لس غړي:

۱ - بشیر احمد تینج د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته نوماند او سرپرست

۲ - محترم نثار احمد غوریاني د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته نوماند او سرپرست

۳ - محترم قدرت الله ذکي د ټرانسپورټ وزارت ته نوماند او سرپرست

۴ - محترم انوارالحق احدي د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزارت ته نوماند او سرپرست

۵ - اغلې معصومه خاوري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته نومانده او سرپرست

۶ - محترم محب الله صمیم د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته نوماند او سرپرست

۷ - محترم فضل احمد معنوي د عدلې وزارت ته نوماند او سرپرست

۸ - محترم نور احمد اخلاقي د کډوالو او بېرته راستنېدو چارو وزارت ته نوماند او سرپرست

۹ - محترم سید منصور نادري د سولې په چارو کې د دولت وزیر

۱۰ - محترم عباس بصیر د لوړو زده کړو وزارت ته نوماند او سرپرست

د سیاسي هوکړې پر اساس د کابینې وېش

عبدالله

د عکس سرچینه، Abdullah Facebook

د عکس تشریح، د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې له مخې ښاغلی عبدالله د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر شو

په افغانستان کې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د پایلو پر سر رامنځته شوی جنجال بلاخره د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د یوې سیاسي هوکړې له لارې حل شو.

د دې هوکړې پر بنسټ ښاغلی عبدالله د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشر په توګه وګومارل شو، او سیاسي ملاتړو ته یې په کابینه کې پنځوس سلنه ونډه ورکړل شوه.

که څه هم ولسمشر له خپلې خوا کابینې ته سرپرست وزیران وار د مخه معرفي کړي وو، خو د ښاغلي عبدالله لخوا د کابینې غړي د خپلمنځي اختلاف له کبله تر اوسه نه وو اعلان شوي.

په یوه جلا پرمختګ کې د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د دې شورا هغه ترکیب رد کړی دی چې دوه ورځې وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا اعلان شوی و.‌

د نوموړي له دې اعلان یوازې څو شېبې وړاندې د ارګ ویاند کابل کې خبریالانو ته وویل،‌ د دې شورا د ترکیب په اړه له ښاغلي عبدالله سره سلا مشوره شوې وه.‌

د ښاغلي عبدالله له دفتر په دې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د نوموړي‌ او ولسمشر غني‌ ترمنځ د شوې سیاسي‌ هوکړې له مخې،‌ د دې شورا ایجاد د ښاغلي عبدالله واک دی.‌

خبرپاڼه وایي، پر همدې اساس د دې شورا د جوړېدو لپاره د ولسمشر غني فرمان ته اړتیا نه وه.