لویه څارنوالي واشنګټن کې په افغان سفارت کې د فساد تورونه څېړي

افغانستان
د عکس تشریح، په واشنګټن ډي سي کې د افغان سفارت د دیوال رغولو پروژه د ملي تدارکاتو کمیسیون له خوا تایید شوی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي په واشنګټن کې د سفارت د دیوال رغولو کې د مالي فساد مسله لویې څارنوالۍ ته سپاري چې په اړه یې څېړنې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد بي بي سي ته وویل چې د فساد په اړه د رسنیو د معیاري څېړنیزو راپورونو هرکلی کوي او د سپیناوي لپاره د سفارت د دیوال رغولو پروژې ټول سندونه لویې څارنوالۍ ته د څېړنو لپاره استول کېږي.

" د بهرنیو چارو وزارت د پژواک خبري اژانس خپاره شوي ګزارش ټولې ادعاوې په ترتیب سره رد کړي دي او په دې هکله یې خبر پاڼه خپره کړې ده او د دې موضوع د حسابدهي او شفافیت لپاره د پروژې ټول اړوند اسناد د لویې څارنوالۍ محترمې ادارې او د بررسۍ عالي دفتر ته سپاري".

یوه اونۍ وړاندې پژوک خبري اژانس یوه څېړنیز رپوټ کې ادعا شوې وه چې امریکا کې د افغانستان سفارت د ۷۰ متره دېوال رغولو ته د یوه شرکت ۸۸ زره ډالري وړاندیز رد کړی او دا کار یې د بلې کمپنۍ له لارې د یو میلیون اته لکه، ۲۵ زره ۸۳۹ ډالرو سره کړی دی.

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان کې اداري فساد پراخ او ځینې لوړ پوړي چارواکي په کې ښکیل بلل کیږي

د دې خبري اژانس رپوټ زیاتوي، افغان سفارت د دې دېوال جوړولو ته یو میلیون پنځه لکه او ۸۶ زره ډالر، د ارزولو لپاره یې ۱۲ زره ۷۵۰ ډالر او د خاورې ازمویلو ته ۲۱ زره ۲۵۰ ډالر، د تخنیکي سلاکارۍ لپاره ۶۴ زره ۸۳۹ ډالر او د تړون او تخنیکي سلاکارۍ لپاره یو لک پنځوس زره ډالر لګولي دي.

خو واشنګټن کې افغان سفارت د خبرپاڼې خپرولو سره وايي، دا پیسې یواځې پر یو دېوال لګول شوې نه دي، بلکې درې دېوالونه دي، چې څنګلورې ودانۍ پرې تکیه دي او هم د سفارت تخریب شوې ودانۍ او ګاونډ کې کور دی.

افغان سفارت زیاتوي، کوم شرکت چې لومړیو کې ۸۸ زره ډالر وړاندیز کړي و، دا پیسې د دیوال جوړولو او نورو زیانمنو برخو لپاره نه وې، "بلکې دغه شرکت یوازې د ختیځ دیوال د ړنګې پاتې شونو لرې کولو او د هغه د ېوال د نورې برخې د زیانمنېدو د مخنیوي لپاره لنډمهالې رغونې ته دا پیسې غوښتې وې".

افغانستان

د عکس سرچینه، BBC

د عکس تشریح، افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د غبرګونونو لړ کې د پخواني لاریون یوه څنډه

پژواک خبري اژانس په رپوټ کې د افغان سفارت د مالي او اداري څانګې د ډیپلوماټانو له خولې ویل شوي چې د قراردادي شرکتونو پیسې مستقیما شرکت ته نه ور کول کېږي بلکې د سفارت له مالي برخې د چک له لارې دریم کس ته ور کول کېږي.

خو واشنګټن کې افغان سفارت وايي، د دې دېوال د جوړولو پیسې د پژواک رپوټ کې د شوې ادعا خلاف دریم کس ته نه دي ور کول شوې.

"سفارت د چکونو د کاپیو په ګډون ټول داسې سندونه هم واک کې لري چې ثابتوي پیسې قراردادي شرکت ته نېغې ور کړل شوې دي".

پژواک خبري اژانس د یوې سرچینې له خولې وايي، "د دې پروژې د پیسو ناوړه کارولو لپاره رویا رحماني د دېوال د جوړولو مسوولیت له یو کس اخیستی او هغه بل کس ته یې د دې پروژې د څارونکي په توګه سپارلی چې د مالیې د پخواني سرپرست همایون قیومي سلاکار و".

افغانستان

د عکس سرچینه، AGHANISTAN ATTORNE GENERAL

د عکس تشریح، د افغانستان لویه څارنوالي

افغانستان له پراخ اداري او مالي فساد سره لاس او ګریوان دی. په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) په یوه تازه رپوټ کې ویل شوي چې د اداري فساد پر وړاندې د افغان حکومت هڅې پڅې شوې دي.

د دې رپوټ موندنې ښيي چې پخوانۍ هڅې لاهم د ډېرو افغانانو په ژوند مثبت اغېز نه دی کړی او د افغانستان د اوږد مهاله سولې او سوکالۍ پر وړاندې فساد لاهم یو تر ټولو مهم خنډ پاتې دی.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، له اداري فساد سره مبارزه د ولسمشر محمد اشرف غني لومړیتوب دی او په دې برخه کې ګڼې لاسته راوړنې هم شته.