افغان نجونې ولې په مستعارو نومونو فېسبوک کاروي؟

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, مینا نظري
    • دنده, شاعره او لیکواله

د رسنیو مسله د اړیکو ده. سنتي رسنۍ لکه مجلې، تلویزیون، راډیو او نورې رسنۍ دا ځواک لري چې خلکو ته د تازه او اړینو پېښو او مسلو په اړه مالومات ورکړي.‌ ټولنیزې رسنۍ هم همدا کار کوي، خو د دې دواړو تر منځ یو لوی توپیر شت

ټولنیزې رسنۍ د خبرو اترو او مناظرې پر بنسټ ولاړې دي،‌ او خپل کاروونکی د مالوماتو له وړاندې کوونکي رول نه، ورو ورو د ټولنې په شنونکي بدلوي.

په هره ټولنه کې نوې تکنالوژي په لومړیو کې یو شمیر ستونزې راولاړوي، تر هغې چې خلک یې مني او ورته عادي شي.

خو په هغو ټولنو کې چې د سواد کچه پکې ټيټه وي دا ستونزې داسې په اسانۍ هم نه حلېږي.

له دې ستونزو یوه هم په ټولنیزو رسنیو کې د افغان ښځو شتون او رول دی. ګڼ شمېر افغانې نجونې خواله رسنۍ د خپل نظر د شریکولو، مالوماتو ترلاسي لپاره نشي کارولای.

پاکیزه ارزو د کابل پوهنتون له ژبوادبیاتو پوهنځی فارغه ده. نوموړې په خواله رسنیو فعالیت کاوه. لیکنې به یې کولې، نظر یې شریکو او له ملګرو سره په اړیکه کې وه. خو داسې څه وشول چې دا یې له خواله رسنیو لرې کړه؟

پاکیزه وايي:

"دا مې خپل نوم نه دی. ما په همدې مستعار نامه (پاکیزه ارزو) فعالیت کاوه، ما ته کورنۍ اجازه نه راکوله چې په خپل نوم اکاونټ ولرم. ځکه مې په مستعار نوم دا کار پيل کړ. خو ورو ورو مې خپلوان خبر شول، چې زه په دې نوم لیکنې کوم او نظر شریکوم نو له دې سره یې نوره هم تنګولم".

د پاکیزې ارزو لیکنې په ټولنیزو رسنیو کې خلکو خوښولې، دا یې دې ته هڅوله چې نورې لیکنې هم وکړي او نظر هم ورکړي، خو د دې کورنۍ ولې نه غوښتل چې په ټولنیزو رسنیو فعالیت وکړي؟

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

پاکیزه وايي:

"خپلوانو مو داسې انګیرله چې زما لیکنې او نظرونه ښځې او نجونې بغاوت ته هڅوي. دوی په دې اند دي، چې د داسې لیکنو او نظریاتو شریکولو لپاره لا وختي دی. چاپيریال لا دې ته نه دی چمتو چې ښځې دې هم پر خواله رسنیو فعالې وي".

که څه هم پاکیزه وايي چې پر بیلابیلو موضوعاتو یې خپل نظر شریکولو، لکه د ښځو حقوق، لاسته راوړنې، او نور بیلا بیل موضوعات، خو دا هر څه یې خپلوانو ته د منلو نه وو.

پاکیزې ډېره هڅه وکړه چې خپل فعالیت په خواله رسنیو وساتي، خو له دې سره سره یې ونشوی کړای چې خپل اکاونټ فعال وساتي. نوموړې وايي:

"ماته مې شتون مهم و، ما به خپل نظرشریکوgو او په ډېرو برخو کې د مثبت تغییر شاهده هم وم. زما نظر اورېدل کیده او په هماغه برخه کې به سمون هم راتلو. خو د اکاونټ په بندیدو مې ډېر دوستان هم له لاسه ورکړل او له هغو مسلو بې خبره یم چې په نړۍ کې پیښېږي"

بلخوا بیا هغه لوستې نجونه دي چې لومړی په خپل نوم فعالې وې، خو اوس ځینو ستونزو دې ته اړ کړې چې په مستعار نوم دې لیکنې وکړي او نظر دې شریک کړي.

ثنا غلجۍ چې د حقوقو پوهنځي د څلورم کال زده کړیاله ده، وايي:

"نوم مې ځکه بدل کړ، چې ډېرو هغو کسانو چې له نږدې پېژندم خو تنګ نظره او منفي ګرا وو، کله به یې چې زما کوم نظر خوښ نه شو او یا به مې لیکنه د دوی د نظر خلاف وه، نو دوی به راپسې درواغجنې ګنګوسې او رنګارنګ افواهات خپرول. زما شخصیت ته به یې سپکاوی کاوه".

ثنا غلجۍ په خپل فیسبوک کې لنډې نثري لیکنې خپروي او د نورو ملګرو پر لیکنو نظر ورکوي، خو ثنا ته په فیسبوک پاڼه کې ډېرو خلکو مزاحمتونه پيل کړل او دا یې اړ ایستله چې په مستعار نوم فیسبوک وکار وي.

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

خو ایا مستعار نوم د افغان نجونو ستونزې راکمولای شي؟

نثا غلجۍ وايي: "له هغه ورځې چې خپل اصلي نوم مې بدل کړی، ستونزې مې راکمې شوې دي، ذهني ارمتیا یې راکړې او احساس کوم چې د بدو خلکو له احاطې وتلې یم."

خو مستعار نوم بیا له له حیا صالحزۍ نه د هغې هویت اخیستی. حیا صالحزۍ پښتنه شاعره ده، چې لسګونه شعرونه یې لیکلي او تر اوسه یې څلور ځلې خپل مستعار نوم هم بدل کړی دی.

حیا وايي: "ډېر وخت مې د زمزمې په نوم شاعري وکړه او پر فیسبوک به مې له مینوالو سره شریکوله. تر اوسه زما ټول شعرونه په مستعارونو نومونو خپاره شوي دي او دا مسله مې ډېره ځوروي. دا مې لوی ارمان دی چې په خپل هویت او نوم مې هنر له خلکو سره شریک کړم. اوس چې یې په مستعار نوم شریکوم هم پریمانه ستونزې لرم. په ویره او ډار خپل هنر شریکوم، خو هر ځل مې کورنۍ زما په فیسبوک خبرېږي او زما اوکانټ راته وتړي. خو زه لا تر اوسه له خپلو هڅو نه یم په شا شوې. هڅه کوم چې کورنۍ مې قانع کړم او په خپل اصلي نوم مې اکاونټ ولرم، خو د اوس لپاره مې هیله دا ده چې په همدې مستعار نوم هم اجازه راکړي بسنه کوي".

"پام چې زه خپل شخصیت ته پوره درناوی لرم"

دا پورته جمله هوا ملالۍ د خپل فیسبوک پر پروفایل لیکلې. دا د هوا ملالۍ مستعار نوم دی. پر فیسبوک یې د ښځو اړوند بیلابیل مطالب خپروي او د ښځو له فعالیتونو ملاتړ کوي.

هوا وايي: "د مستعار نوم راته دا ګټه رسولې چې د خپل زړه احساسات ولیکم اوله ملګرو سره یې شریک کړم هر کله چې له ژوند د تېښتې هڅه کوم نو فیسبوک ته راځم، خپل احساسات لیکم او د ملګرو له لیکنو او مالوماتو خوند اخلم ځان راته فعال او ګټور شخص ښکاري".

د هوا لویه هیله ده دا ده چې یوه ورځ په خپل نوم د نظر ورکولو حق تر لاسه کړي.

خو رابعه وردګ دې هیلې ته څنګه ورسیده؟ هغې څه ډول له هوسۍ غرڅنۍ (مستعار نوم) تر ځان پورې سفر وکړ: رابعه وايي:

"زما کورنۍ د فیسبوک له نوم سره حساسه وه، هیڅ یې نه غوښتل چې پر خواله رسنیو دې فعالیت ولرم، خو ما ورته د خواله رسنیو ښې ګټې وویلې او دا چې زه د پوهنتون په دوره کې د درسي موادو له کمښت سره مخ وم او د ټولګي په ګروپ کې هم نه وم. له هرې خبرې به ناخبره وم، دا ستونزې مې له کورنۍ سره شریکې کړې، خو دوی ته دا مهمې نه ښکارېدې، بیا مې په مستعار نوم د فعالیت غوښتنه ترې وکړه، اجازه یې راکړه. وروسته مې د مستعار نوم ستونزې ورسره شریکې کړې. چې هغه زما هویت نه دی او دا کار ماته ګڼې ستونزې جوړوي. هر څوک راباندې د جعلي اکاونت ګمان کوي. څوک مې نظر ته درناوی هم نه کوي. نو یې اجازه راکړه چې په خپل نوم فعالیت ولرم"