فرانسې افریقا کې هغه القاعده قومندان وواژه چې افغانستان کې هم جنګېدلی و

عبدالمالک دروک دل

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د القاعده ډلې قومندان عبدالمالک دروکدال چې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو پر وړاندې هم جګړه کې برخه اخېستې وه.

فرانسه وايي، د افریقا په شمالي هېواد مالي کې د القاعدې ډلې قومندان عبدالمالک دروکدال یې وژلی. د نوموړي عمر ۵۰ کالو ته نږدې یادېده په ۱۹۸۰ کلونو کې افغانستان کې د شوروي ځواکونو پر وړاندې یې هم جګړه کې برخه اخېستې وه.

د فرانسې دفاع وزیره فلورنس پرلي وايي، تېره چارشنبه په دغه برید کې د هغه نور ځینې وسله وال ملګري هم ووژل شول.

نوموړې زیاته کړه، چې د دې هېواد ځواکونو تېره مې میاشت کې د عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې یو لوړپوړی قومندان هم ونیوه.

مېرمن پرلي دا عملیات "ماهرانه" وبلل او ادعا یې وکړه چې فرانسې وکړای شول دې" تروریستي ډلو" ته مرګونی ګوزار ورکړي.

عبدالمالک دروکدال څوک و؟

دروکدال د خپل عمر په نږدې ۵۰ کلنی کې په افغانستان کې د شوروي سرتېرو پر وړاندې جګړه کړې وه او داسې انګېرل کېده چې په عراق کې یې د القاعده پخواني مشر ابو مصعب الزرقاوي څخه الهام اخېستی و.

پر نوموړي تور و چې ده په افریقا کې د القاعده ډلې د فعالیتونو په لړ کې د ځینو مرګوني بریدونو مشري کړې وه، لکه په ۲۰۱۶ کې د بورکينافاسو پلازمينه اوګاداګو په یوه هوټل هغه برید یادولی شو چې په پایله کې یې ۳۰ تنه ووژل او ۱۵۰ نور یې ټپیان کړل.

په ۲۰۱۲ کې د الجزایر محکمې نوموړی په غیاب کې پر وژنې، "تروریستي سازمان" کې غړیتوب او په بریدونو کې له چاودیدونکو توکو د استعمال له امله په اعدام محکوم کړی و.

د ده محکومېدل په ۲۰۰۷ کې د الجزایر په پلازمېنه کې په درېیو بریدونو تړاو درلود چې په دې بریدونو کې ۲۲ تنه وژل شوي وو او ۲۰۰ نور ټپیان وو.