تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایراني پولیس: د افغان کډوالو پر موټر مو ډزې کړې; خو موټر د ډزو له کبله اور نه دی اخیستی
په ایران کې د یزد سیمې د امنیت سیاسي مرستیال احمد ترحمي بهابادي وايي، په دغه هېواد کې وړمه ورځ د کډوالو افغانانو پر یوه ګاډي ډزې شوې، خو په وینا یې دغه ګاډي کې اور د ډزو له کبله نه دی لګېدلی.
ښاغلی بهابادي وايي:
"دا ګاډی له پنځو هغو ګاډو یو و، چې د ده په وینا (غیر قانوني کډوال او مخدره توکي) یې لېږدول. "
نوموړي له ایرنا خبري اژانس سره خبرو کې ویلي" ګاډي له پرلپسې قانوني اخطارونو او هوايي ډزو سره روان و او په پای کې د دغه ګاډي پر ټایرونو ډزې وشوې" خو چلوونکي بیا هم موټر ځغلاوه. "
له دې مخکې د ایران زاهدان کې د افغان کونسلګرۍ مسوولینو ویلي و، د یوه ګاډي اور اخیستو له کبله درې افغان کډوال وژل شوي دي.
د زاهدان په افغان کونسلګرۍ کې د کډوالو چارو مسوول مرتضی خرمي په وینا، پېښه وړمه ورځ چهارشنبه په یزد سیمه کې رامنځته شوې ده.
خو ښاغلي بهابادي د ډزو له کبله د ګاډي اور اخیستل رد کړل: " د عیني شاهدانو او مستندونو له مخې ګاډي پر ټایرونو د ډزو وروسته اته کیلومتره نور سفر کړی او د ډېر سرعت او د سړک غاړې له رینګ سره د ګاډي سخت مښتلو له کبله یې اور اخیستی او له ډزو سره هیڅ اړیکه نه لري. "
د یزد سیمې انتظامي مشر عباس علي بهدانیفرد ایرنا ته ویلي، وژل شویو کسانو د ګاډي په شاتنۍ ډاله کې سفر کاوه.
بل لور ته د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایران په پلازمېنه تهران کې یې افغان سفارت او دغه راز یې په زاهدان ښار کې افغان کونسلګرۍ ته ویلي، چې په یزد سیمه کې د افغان کډوالو یوه لېږدونکي ګاډي سوځېدو پېښه تعقیب کړي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه پېشه کې ۳ کسان وژل شوي او ۴ ټپیان دي.
له دې مخکې د ایران زاهدان کې د افغان کونسلګرۍ مسوولینو ویلي و، د یوه ګاډي اور اخیستو له کبله درې افغان کډوال وژل شوي دي.
د زاهدان په افغان کونسلګرۍ کې د کډوالو چارو مسوول مرتضی خرمي په وینا، پېښه وړمه ورځ چهارشنبه په یزد سیمه کې رامنځته شوې ده.
ښاغلی خرمي د ایراني چارواکو له قوله ویلي، د پېښې لامل د موټر له کچې ډېر سرعت دی، خو زیاتوي چې پېښه کې یوه ژوندي پاتې کس ویلي، چې د ایراني امنیتي ځواکونو له ډزو وروسته ګاډي اور واخیست.
دغه ژوندي پاتې کس ویلي، ایراني امنیتي ځواکونو ګاډي چلوونکي ته د درېدو اشاره وکړه، خو د هغه له نه درېدو وروسته یې ډزې وکړې او ګاډي اور واخیست.
د دغې پېښې په هکله پر خواله رسنیو کې له یوې ویډیو په ځايي یزدي لهجه د یوه کس غږ اورېدل کېږي، چې وايي:
'ګشت (پولیس) ورپسې وو، ویې ویشتل او لاړل.'
په دې ویډیويي کلیپونو کې په افغان کالیو کې دوه ځوانان هم لیدل کېږي چې د سړک له غاړې ظاهراً په سوځلو کالیو کې ناست دي.
بل لور ته په تهران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال بي بي سي ته نن وویل، د پېښې له خبریدو (سملاسي وروسته) یې د (پېښې څرنګوالي) په هکله د معلوماتو په راټولولو پیل کړی دی.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، ښاغلی لیوال پخپله سیمې ته ورغلی چې د دغې ترافیکي پېښې د ټپييانو پوښتنه وکړي او د پېښې په اړه خپل تحقیقات بشپړ کړي.
د پېښې یو شمېر ټپیانو د روغتیا په اړه چې روغتون کې دي، اندېښنه څرګنده شوې.