تورخم او بولدک لارې د یوې ورځې لپاره پرانیستل شوي

تورخم

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، دغه دروازه د مې په ۶مه هم یوه ورځ پرانیستل شوې وه چې ورسره د پاکستان لورته ایسار نژدې پنځه نیم زره افغانان هېواد ته ستانه شول.
    • Author, ذبیح الله رحیمزی
    • دنده, ننګرهار

نن تورخم او سپین بولدک لارې د څلورم ځل لپاره دواړو خواوو ایسارو خلکو پر مخ يوې ورځې په مخه پرانېستل شوې وې.

تورخم کمیسارۍ چارواکو ويلي، نن د تورخم لويې لارې څه دپاسه ۱۳ نيم زره افغانان افغانستان ته او ۴۵۰ ایسار پاکستانيان خپل هېواد ته اوښتي دي.

ورسره له سپين بولدک نژدې ۱۷ زره کسان له هغې ډډې افغانستان او ۱۰ زره کسان له افغانستان چمن او کويټې ته تېر شوي دي.

پرون په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل هم په خپل ټویټر لیکلي وو، دا چې د لارې بیا پرانیستل به ستونزمن وي، نو له هېوادوالو يې غوښتنه کړې وه چې له دې فرصت څخه په ګټه اخیستو خپل هېواد ته ستانه شي.

پاکستان د تېرې مارچ په ۱۶ مه افغانستان سره خپلې ټولې لارې د خلګو د تګ راتګ او سوداګریزو توکو په مخ د کورونا د خپرېدو له وېرې وتړلې، خو بېرته يې د لنډ مهال لپاره څو ځل دخلکو او اونۍ کې پڼځه ورځې پاکستان کې د ايسارو موټرو پر مخ په يو اړخيزه توګه پرانېستې دي.

کندهار
د عکس تشریح، د کندهار په سوداګرۍ خونه کې جرګه شوي سوداګر له افغان حکومت په کلک غواړي، چې له پاکستان سره دې رامنځته شوې ستونزه ژر حل کړي .