د افغان خبریال مجاهد کاکړ مړینې ته غبرګونونه

مجاهد کاکړ
د عکس تشریح، ښاغلي غني ویلي، مجاهد کاکړ په رسنیز او کلتوري ډګر کې د درناوي وړ خدمتونه کړي.
    • Author, هدایت الله همیم
    • دنده, ‌بي بي سي

په افغانستان کې د "طلوع نیوز" تلوېزیوني شبکې د بنسټګر او د سیاسي پروګرامونو وړاندې کوونکي مجاهد کاکړ پر مړینې بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي. مجاهد کاکړ د تېرې دوشنبې په ورځ په ۵۱ کلنۍ په جرمني کې سا ورکړه.

ښاغلی کاکړ له څو کلونو راهیسې د سرطان ناروغۍ له کبله په جرمني کې درملل کېده. د نوموړي د مړینې له اعلان وروسته خبریالانو، افغان چارواکو او هغو کسانو چې دی یې پېژانده، پر خواله رسنیو د غمشریکۍ پیغامونه او د هغه عکسونه خپاره کړل.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه خبرپاڼه کې د ښاغلي کاکړ مړینه "هېواد ته یوه ضایعه" وبلله او هغه یې یو ژمن او ښه روزل شوی پروګرام وړاندې کوونکی وباله.

ښاغلي غني ویلي، مجاهد کاکړ په رسنیز او کلتوري ډګر کې د درناوي وړ خدمتونه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي او نوماند وزیر محمد حنیف اتمر پر ټوېټر لیکلي، مجاهد کاکړ د رسنیزو بنسټونو په پیاوړتیا او د ځوانو ژورنالیستانو په روزنه کې مهم رول درلود.

د ولسمشر غني یوه سلاکار ضیاء الحق امرخېل لیکلي: "عجیبه بې وفا ژوند دی؛ هغه چې خلک به یې له تازه پېښو خبرول، نن خپله د تازه خبرونو سرټکی شو. ارواښاد مجاهد کاکړ د رسنیو د کورنۍ یو دروند، مسلک ته ژمن او ریښتینی غړی و."

پخواني اجراییه مشر عبدالله عبد الله هم پر فېسبوک د مجاهد کاکړ پر مړینه خواشيني ښودلې او هغه یې یو بریالی خبریال بللی دی.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

د افغانستان د پارلمان پخواني مشر محمد یونس قانوني مجاهد کاکړ یو واقعبین خبریال بللی چې په وینا یې خپل مسلک ته یې پر سیاسي لیدلوري او شخصي اندونو لومړیتوب ورکړی و.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب مجاهد کاکړ د هېواد نوموتی خبریال او د هېواد رسنیز کهول ته یې لویه ضایعه بللې ده.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني پخواني ویاند هارون چخانسوري مجاهد کاکړ د هېواد یو لوړغږی خبریال بللی او وايي چې په مسلکي کار کې د نورو لپاره یوه نمونه وه.

بل خوا د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړې فوزیه کوفي هم لیکلي، چې نن د افغانستان د رسنیزې کورنۍ یو غوره غړی مړ شو.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

ښاغلي کاکړ په ۲۰۰۵ کال خصوصي "طلوع" تلوېزیون کې دنده پیل کړه او په ۲۰۰۹ کال د "طلوع‌نیوز" شبکې مشر شو. هغه مهال طلوع نیوز په افغان رسنیو کې یو نوی خو پېژندل شوی نوم و.

په ورپسې کلونو کې مجاهد کاکړ د دې تلویزیون پر پرده د ګڼ شمېر سیاسي خپرونو کوربه و او له جګپوړو افغان چارواکو سره یې پر بېلابېلو موضوعاتو بحثونه او مرکې وکړې.

د طلوع نیوز په وینا، مجدهد کاکړ په ۲۰۰۹ کال د افغانستان تاریخ کې لومړی ځل د ولسمشرۍ نوماندانو ترمنځ مناظره وکړه.

د افغانستان د خبریالانو د مصوونیت کمېټې مشر صدیق الله توحیدي د ښاغلي کاکړ د رسنیز ژوند په اړه وايي، هغه په رسنیو کې وتوانېد ثابته کړي چې بې پرېوالی او د معلوماتو رسولو کې لوی لاس درلود.

د "نی" بنسټ اجراییوي مشر عبد المجیب خلوتګر وايي، مجاهد کاکړ په رسنیز ډګر کې ډېر خبریالان وروزل.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 3