د طلوع تلوېزون او موبي ګروپ ۱۴ کارمنان په کورونا وېروس اخته شوي

د عکس سرچینه، MOBY GROUP
افغانستان کې موبي رسنیز ګروپ په یوه خبرپاڼه کې منلې چې ۱۴ کارمنان یې په کورونا وېروس اخته شوي دي. دې شبکې ویلي چې د خپلو کارمنانو خوندیتوب لپاره ټول اړین ګامونه پورته کوي.
موبي رسنیز ګروپ افغانستان کې څو خصوصي رسنۍ او رسنیزې کمپنۍ لري، چې طلوع، طلوع نیوز او لمر تلوېزونونه او ارمان او اراکوزیا راډیووې او کابورا رسنیز شرکت پکې دي.
د افغانستان روغتیا وزارت پرون وویل، دغه هېواد کې ۱۱۰ کسان تازه په کورونا وېروس اخته شوي دي.
د طلوع نیوز دوو خبریالانو- تمیم حمید او یاسر ابرابر- خپل فیسبوک کې لیکلي: "په کورونا اخته شوي او مبارزه ور سره کوي".
د افغانستان روغتیا وزارت د چارشنبې په ورځ( د اپرېل ۲۹) وویل، د ۱۱۰ تازه پېښو ثبتولو سره دغه هېواد کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۹۳۹ ته ورسېد ،خو د موبي ګروپ د کسانو اخته کېدو سره دا شمېر نور هم ډېرېږي.
دغه وزارت دا هم وویل، چې له کورونا د دوو کسانو په مړه کېدو سره افغانستان کې له دې وېروس د مړه شویو شمېر ۶۱ شو.




