امو سيند هر کال د افغانستان ''زرګونه هکټاره'' ځمکه ویجاړوي

- Author, زلمی اشنا
- دنده, بي بي سي
د رسمي شمېرو له مخې د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې بهېدونکی سیند امو هر کال د خپلې څنډې په زرګونو هکټاره ځمکه، باغونه، څرځایونه، کلي او کورونه ویجاړوي.
د سیمې اوسېدونکي او ځايي چارواکي وايي ګاونډي هیوادونه تاجکستان، اوزبکستان او ترکمنستان خپله خوا کلکه کړې چې له امله یې د افغانستان خواته د سیند د اوبو فشار تر بل هر وخت زیات شوی.
خو چارواکي وايي د دغه سیند د غاړو دایمي کلکول ډېر لګښت غواړي، نوځکه یې پخوا یوازې په بېړنیو حالاتو کې د لنډ وخت لپاره غم خوړلی. اوس دوی وایي د امو غاړې بنسټیز کلکولو لپاره کره ارزونه وکړي او د دې لپاره یې لنډمهاله پروژې درولې دي.
امو، د افغانستان له لویو او ډک بهیدونکو سیندونو دی، چې دغه هېواد له خپلو شمالي ګاونډیو تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان را بېلوي.
په ځینو برخو یې کښتۍ تګ راتګ کولی شي، شیرخان په کندوز او حیرتان یې په بلخ کې مهم بندورنه دي چې منځنۍ اسیا ته پرې د توکو لېږد را لېږد کېږي.
د امو اوبه ییزه حوزه، د کرنې د پراختیا او برېښنا د تولید لپاره مهمه سرچینه ګڼل کېږي، ګاونډیو هېوادونو په همدې موخه ترې ګټې پورته کړې، خو افغانستان ته یې ګټه کمه، ویجاړۍ ډېرې کړې دي.
چارواکي وايي په تېره یوه لسیزه کې هرکال د ثور، جوزا او سرطان میاشتو اوبو ډېرېدو، په لسګونو زره هکټاره کرنیزه ځمکه، باغونه، کورونه، ځنګلونه او څرځایونه ویجاړ کړي او لسګونه زره نور له ګواښ سره مخ کړي دي.

د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې سید اکبر وايي په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې د امو سیند څو کیلومټره افغانستان خواته وړاندې راغلی.
دی وايي، "امو سیند په وروستیو کلونو کې ډېر شمېر خلک د کورونو پرېښودو ته اړ کړي، چې اوبه زیاتې شي، ځمکې کورونه او کروندې وړي، له لسوکلونو را پدېخوا سیند څو کیلومټره دې خواته راغلی، پخوانی پوله له سینده ها خوا پاتې ده، د خلکو ډېرې ځمکې د سیند پورې غاړه پاتې دي."
د بدخشان ولایت د پامیر غرونه د اموسیند سرچیني دي، له تخار، کندوزاو بلخ تېرېږي د جوزجان تر خم اب او قرقینه پورې د افغانستان او منځنۍ اسیا ځینو هېوادونو سره د افغانستان ۱۱۲۶ کیلومټره پوله جوړوي.
په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې د پنج - امو د سیندونو حوزې ځايي چارواکي وايي ناکراري او ډېرو لګښتونو، په بنسټیزه توګه د امو سیند غاړې کلکولو ته د دولتي او نادولتي بنسټونو د نه پاملرنې لاملونه دي.
د تخار د پنج-امو د سیند حوزې مشر عبدالبصیر رحیمي وايي په بنسټیزه توګه د امو سیند پر هر کیلومټر کلکولو، له ۵۰۰ زرو تر یو میلیون ډالرو پورې لګښت راځي.
دی وايي "یواځې د چاه اب ولسوالۍ له سمتي سیمې د دشت کلا ولسوالۍ تر ایخانم غونډۍ پورې ۱۰۵ کیلومټره د سیند غاړې ټولې د سیند ګواښ سره مخ دي او سیند هرکال په لسګونو هکټاره ځمکه ویجاړوي".
په وروستیو کلونو کې ځايي اوسېدونکو د زیانونو مخنیوي لپاره مټي نغاړلې دي. د بلخ ولایت اوسېدونکی عبدالبصیر وايي له حکومت یې تمې شلېدو وروسته، جوړو کړو بندونو د اوبو زیانونو کچه یوڅه را کمه کړې.
دی وايي،" د قلعه زال، شورتپې، کلدار، قرقین او خم ولسوالیو اوسېدونکي سخت زیانمن شوي دي، دوی د سیند مخې ته دیوال جوړوي، دا ډېره ګټه کړې، کنه اوس به امو سیند مزارشریف ښار ته رسېدلی و".

تر دې وړاندې د اوبو مدیریت په څو سکټورونو ویشل شوی و، چې د ځايي چارواکو په خبره ترمنځ یې نا همغږي لویه ستونزه وه، خو د ولسمشر تازه فرمان له مخې به د اوبو او برېښنا وزارت په دوه برخو (د اوبو تنظیم او برښنایی خدمتونو) وویشل شي، چې د اوبو په برخه کې د کرنې او مالدارۍ، د کلیو پراختیا او نورو اړوندو ادارو دندې (د اوبو تنظیم) نوې جوړېدونکې ادارې ته وسپارل شي.
په کندوز کې د پنج- امو د سیند حوزې مشر انجنیر محمد سالم اکبر وايي له واحدې ادارې د اوبو مدیریت او چارې به ګټورې کړ.
"په امو سیند تر اوسه بنسټیز کار نه دی شوی، تر اوسه چې کومې پروژې پلې شوې، د لنډمهال او بېړنۍ پروژې وې، دمګړۍ د زیانونو مخه ونیسي، خو د اوبو او برښنا وزارت د یوې سراسري ارزونې تر بشپړولو یې د امو سیند پر غاړو ټولې لنډمهاله پروژو چارې درولې دي. "
د شمالي ګاونډیو هېوادونو له لوري د اموسیند کلکول، افغانستان لورته د اوبو اووښتو فشار زیات کړی، سیند اوس پر پوله له لګول شویو نښو څو کیلومټره دې خواته بهېږي. ځايي اوسېدونکي، ځمکوال او سیمه ییز چارواکي یې اندېښمن کړي دي.









