د ناټو استازي افغان سیاسي مشران جوړجاړي ته وهڅول

کې

په افغانستان کې د ناټو سازمان استازي نېکولاس کې پر افغان سیاسي مشرانو غږ کړی چې خپلمنځني اختلافونه ختم کړي او خپلو کې جوړجاړی وکړي.‌

ښاغلي کې نن شنبه په یوه لنډ ویډیویي پیغام کې ویلي، هماغسې چې نړۍ د کورونا وېرس له بحران سره مخ ده، په افغانستان کې هم یو سیاسي بحران روان دی.‌

ښاغلي کې ویلي، دا د حیرانۍ خبره ده چې افغان سیاسي مشران د خپلو اختلافونو ختمولو لپاره یوه حل لاره نشي موندلی.‌

نوموړی زیاتوي، د عامې روغتیا په پار او د سولې بهیر د ګټو لپاره پر دواړو سیاسي ډلو غږ کوي چې روغه جوړه وکړي.

دا لومړی ځل دی چې یو جکپوړی بهرنی چارواکی په افغانستان کې روان سیاسي کړکېچ له کورونا وېروس بحران سره پرتله کوي.‌

په یوه جلا پرمختګ کې په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازي رولاند کوبیا د طالب زندانیانو د خوشي کولو په اړه د افغان حکومت د دریځ ملاتړ کړی دی.‌

ښاغلي کوبیا پرون پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د بندیانو خوشي کولو موضوع سمبولیکه او مهمه ده او پر بین الافغاني مذاکراتو اغېز کولی شي.

کوبیا

د عکس سرچینه، Getty Images

نوموړي ویلي،‌ یوه ډله هم په دې موضوع کې نورو ته د خپلې خوښې هدایت نشي ور کولی او باید انډول وساتل شي.‌

ښاغلی کوبیا وایي، دا سمه ده چې د طالبانو او امریکا خپلمنځي تړون کې د طالب بندیانو خوشي کېدو په بدل کې شرطونه نه دي یاد شوي.‌

خو دی زیاتوي،‌ دا هم حقیقت دی چې افغان حکومت د دې هوکړې برخه نه و او ځکه اړ نه دی چې غاړه ورته کېږدي.

د اروپایي ټولنې استازی وایي، طالب بندیان له افغان حکومت سره دي او له همدې کبله حکومت کولای شي چې په خپلواکه توګه یې د خوشي کولو په بدل کې شرطونه ولري.‌

بل لورته د جرمني پارلمان په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه.

د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارک پوتزل پر ټویټر یوه بیان کې ویلي چې د پارلمان نږدې ټولو غړو پریکړه وکړه چې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په اډانه کې دې د جرمني پوځیانو دنده د ۲۰۲۱ کال تر مارچ میاشتې وغځول شي.

ښاغلي پوتزل ویلي دا پرېکړه په دې مانا ده چې جرمني افغانان د سولې لپاره هڅو لړ کې یوازې نه پرېږدي.