ملګري ملتونه: د افغانستان ولسمشرۍ نوماندان دې اعلانېدونکې پایلې ومني

یماموتو

د عکس سرچینه، unama

د عکس تشریح، ښاغلي یماموتو وویل، د راتلونکي افغان حکومت تر ټولو مهم کار به د سولې د یوه داسې بهیر همغږول وي، چې مشري به یې پخپله افغانان کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي استازي د دغه هېواد پر ولسمشریزو نوماندانو او د هغوی پر پلویانو غږ کړی، چې ټاکنیز کمېسیونونه خپل کار ته پرېږدي او د ټاکنو اعلانېدونکې پایلې ومني.

تدامیچي یماموتو دا څرګندونې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوې غونډې ته وینا کې کړې دي.

ښاغلي یماموتو وویل، د راتلونکي افغان حکومت تر ټولو مهم کار به د سولې د یوه داسې بهیر همغږول وي، چې مشري به یې پخپله افغانان کوي.

ښاغلي یماموتو وویل، د راتلونکي افغان حکومت تر ټولو مهم کار به د سولې د یوه داسې بهیر همغږول وي، چې مشري به یې پخپله افغانان کوي.

نوموړي هیله وښوده، چې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پایلې په نژدې راتلونکې کې روښانه شي.

ده غوښتنه وکړه چې ټاکنیز بنسټونه خپل کار او ټاکنیز بهیر بشپړولو ته پرېښودل شي او نوماندان دې پایلې ومني:

"زه پر ټولو خواوو غږ کوم چې ټاکنیز بنسټونه پرېږدي او د ټاکنیزو شکایتونو د څېړلو په ګډون خپل ټول مسوولیتونه سر ته ورسوي. کله چې شکایتونه د قانون پربنسټ وڅېړل شي، نو نوماندان او د هغوی ملاتړي هڅوم چې پایلې یې ومني".

ښاغلي یماماتو وویل، د راتلونکې حکومت لپاره مهمې مسلې سوله، پرمختیايي چارې، د بې وزلۍ کمول، بشري حقونه او حساب کتاب کول دي.

د هغه په وینا، نړیواله ټولنه هیله لري چې په دې برخه کې له راتلونکي حکومت سره ګډ کار وکړي.

نوموړي د امنیت شورا غونډې ته وویل، د ټاکنو پایله چې هرڅه وي، وي به، خو سوله راتلونکي حکومت ته تر هڅه مهمه ده.

عایشه خرم

د عکس سرچینه، @UNAMAnews

د عکس تشریح، د افغان ځوانانو استازې عایشې خرم د ملګرو ملتونو غونډې ته وویل، د سولې لپاره ریښتینې او جدي هڅې پکار دي

ښاغلي یماماتو زیاته کړه، چې په تېره موده کې د سولې برخه کې یولړ بنسټیزې مسلې رابرسېره شوې، چې په وینا یې، د مانا لرونکي پرمختګ لپاره تنظیم او ترتیب شي:

"دا مسلې د تاوتریخوالي کمول، اوربند او د منلو وړ داسې لارو چارو موندل دي چې د بشري حقونو، عدالت او حکومتولۍ په برخه کې د لاسته راوړنو پربنسټ پرمختګ دوام وکړي. دا د افغانانو د ژوند او هوساینې مسلې دي؛ نو ځکه اړتیا ده چې د سولې خبرې باید د افغانانو په مشرۍ وي."

ښاغلي یماماتو وویل، د سولې په خبرو کې د پیاوړي دریځ لپاره تاوتریخوالی چې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي، هېڅکله د منلو نه دی.

غونډې ته د افغان ځوانانو استازې عایشې خرم د سولې په تړاو وویل، یوازې په خبرو ستونزې نه هوارېږي، بلکې پکار ده چې د سولې لپاره ریښتینې هڅې او جدي کار وشي.