تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د غزني پوهنتون په ټولګي کې چاودنې ۲۳ محصلین ژوبل کړي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د غزني ولایت د پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په یوه ټولګي کې چاودنې ۲۳ محصلین ټپیان کړې دي.
کورنیو چارو وزارت وايي، پېښنه نن (تله ۱۶) سهار لس نیمو بجو شاوخوا شوې ده.
د غزني د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په ټپیانو کې ۱۲ نجونې دي. په اعلامیه کې راغلي چې ټپيان د غزني ملکي روغتون ته لېږدلو شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د پېښې د څرنګوالي په اړه لا معلومات نشته او په دې اړه جزیات به د امنیتي ځواکونو له څېړنو وروسته معلوم شي.
د غزني د ملکي روغتون مشر باز محمد همت هم وايي، ۱۸ټپیان ددوی روغتون ته وروړل شوي. دی زیاتوي په ټپیانو کې ۱۳ نجونې او ۵ هلکان دي.
ښاغلي همت زیاته کړې چې دوی ته هېڅ جسد نه دی ور وړل شوی.
تر اوسه ددې چاودنې مسولیت چا پرغاړه نه دی اخیستی. طالبانو دغه برید غندلی. ددې ډلې ویاند په یوه پیغام کې ویلي: "دغه عمل په کلکه غندي، تعلیمي ادارې د داسې موخو هدف ګرځول د اسلامي او بشري اصولو خلاف کار دی."