'۱۸ کلنو افغان ماشومانو ټول عمر جګړه کې تېر کړ'

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د ماشومانو د ژغورنې سازمان ویلي، په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف له خوا د طالبانو د ځپلو ۱۸ کاله تېرېږي چې ۱۸ کلنو افغان زلمیانو خپل ټول عمر په جګړه کې تېر کړی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د سر شمېرنې مرکزي ادارې ویلي، د هېواد په شاوخوا ۳۲ میلیونه وګړو کې ۴۸ سلنه یې تر ۱۵ کلونو ټیټ عمرونه لري.

نن د (اکتوبر اوومه) پر افغانستان د امریکا د برید او د طالبانو د رژیم د ړنګېدو ۱۸ کاله پوره کېږي.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان (سېف ده چیلډرېن) د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ټلوالې او طالبانو ترمنځ د جګړې د ۱۸ کلونو تېرېدو په اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان ماشومان هره ورځ د چاودنو له ترهې ډک ژوند تېروي.

په افغانستان کې د دغه سازمان مشر 'اونو وان مانین' ویلي، د جګړې د پاتې شویو توکو د چاودنو د قربانیانو ۸۴ سلنه یې تر اتلس کلنۍ د ټیټ عمر ماشومان دي.

دغه سازمان زیاتوي، جګړې پر افغان ماشومانو ډېر ناوړه اغېز کړی او اوس ۳٫۷ میلیونه افغان ماشومان د ناامنیو له کبله له ښوونځیو او تعلیم بې برخې دي چې ۶۰ سلنه په کې نجونې دي.

د یاد سازمان د شمېرو له مخې، په تېر ۲۰۱۸ میلادي کال کې د ناامنیو له کبله ۷۰۰ ښوونځي تړل شوي وو.

دغه سازمان په جګړه کې له ماشومانو د ګټې اخېستو د مخنیوي غوښتنه کړې او د جګړې له ښکېلو غاړو د ښوونځیو او روغتونونو د امنیت نیولو غوښتنه کوي.

د "سېف ده چېلډرېن" په خبرپاڼه کې افغانستان د ماشومتوب لپاره خطرناک ځای بلل شوی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د "سېف ده چېلډرېن" په خبرپاڼه کې افغانستان د ماشومتوب لپاره خطرناک ځای بلل شوی

د "سېف ده چېلډرېن" په خبرپاڼه کې افغانستان د ماشومتوب لپاره خطرناک ځای بلل شوی چې په وینا یې، ډېری ماشومان اړ دي چې د بې وزلۍ له کبله خطرناکو واټونو کې کار وکړي او یا له وسله والو ډلو سره یوځای شي.

په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې دغه سازمان ویلي، افغانستان د عراق،‌ سوریې، یمن، سومالیا او سوېلي سودان هېوادونو په څېر د ماشومانو لپاره د لسو ډېرو بدو هېوادونو په نوملړ کې راځي.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې، له ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۸ میلادي کلونو پورې ۱۲ زره ماشومان وژل شوي او یا تاوتریخوالی ورسره شوی او له ۲۷۴ ماشومانو د جنګیالي په توګه ګټه اخېستل شوې او یا یې هم د اورپکو د ملاتړي رول لوبولی دی.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان دا هم وايي چې ۳٫۸ میلیون ماشومان انساني مرستو ته اړتیا لري او ۶۰۰ ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي.