طالبانو افغان رسنیو ته خبرداری ورکړی

طالبانو په یوه اعلامیه کې د افغانستان ټولو رسنیو ته خبرداری ورکړی که په اعلاناتو کې د دوی پر ضد له نشراتو لاس په سر نه شي نو دوی به یې د دوښمن د استخباراتو د ځالو په کتار کې را ولي او د دوي لخوا به تر نظامي برید لاندې راشي.

طالبانو نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې رسنۍ ځیني سوداګریز اعلانونه خپروي چې په هغو کې ګواکې جهاد، مجاهد او طالبانو ته بد رد ویل کېږي او په دې اړه د خلکو ذهنیتونه ګډوډي.

په اعلامیه کې رسنیو ته یوه اوونۍ وخت ورکړل شوی او ویلي یې دي که خپلې خپرونې ونه دروي نو بیا به یې مسولیت په خپله غاړه وي.

د افغانستان د خبریالانو فدراسیون او د ځینو سیمه ییزو رسنیو مدیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو وغوښتل چې خپله اعلامیه بیرته واخلي.

د افغانستان د خبریالانو د فدراسیون غړي فهیم دشتي د طالبانو له لورې خپره شوي اعلامیه د بیان پر ازادي باندې برېد ګڼلی او وايي چې د افغانستان رسنۍ د دې هېواد د قوانینو پر بنسټ نشرات لري او د قانون پر اساس یې کار کومه تېروتنه نه ده.

د افغانستان د خبریالانو د ارزونې د څار کمېټې غړي صدیق الله توحیدي بي بي سي ته وویل،"د افغانستان رسنۍ بې پرې نشرات کوي دا سمه ده چې سوداګریز اعلان د پیسو په بدل کې کوي او په دې هم ټېنګار کېږي چې دا سوداګرېز اعلانات دي نو دا په دې معنا دي چې رسنۍ په دې برخه کې کوم نظر نه لري او نه هم د دې ډول پیغامونو په جوړولو کې کوم رول لري"

ښاغلي توحیدي وویل:" د دې سوداګرېزو پیغامونو په اړه موږ هم کله کله نېوکې لرلي، چې باید د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا مدیریت شي. پیغامونه باید چې غیر حقیقي نه وي او نه هم باید د خلکو تر منځ د نفاق لامل شي. هېله من یم چې دغه مسئله په جدي ډول و څارل شي."

په همدې حال کې نی یا له خبریالانو څخه د ملاتړ ادارې نن په یوه خبرې ناسته کې په تېرو شپږو میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې د ۵۰ سلنه تاوتریخوالي له کمښت نه یادونه وکړه.

د دې بنسټ په خبره د ۲۰۱۹ کال په شپږو میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې ۳۵ پېښې له دې بنسټ سره ثبت شوي. خو د تېر کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې بیا د خبریالانو ۷۱ پېښې ثبت شوی وی.

د دې بنسټ رییس مجیب خلوتګر وویل په دې ۳۵ پېښو کې ۵ د وژنې،۶ د ټپې کېدو،۱۰ د ګواښ او بدو ردو ویلو،۳ په رسنیو د حملو،۳ د وهلو او ټکولو او یوه هم د رسنیو پر موټر باندې چاودنه شته.

د دې بنسټ د مسولینو په وینا په تېرو څلورو کلنو کې دا په سلو کې ۴۶ سلنه کمښت ښيې.

په افغانستان کې د طالبانو له لوري رسنیو ته ګواښ کومه نوې خبره نه ده بلکې تر دې وړاندې هم دغې ډلې یو شمېر رسنۍ په پریتوب تورنې کړې وې او پر هغوی یې د بریدونو ګواښ کړی و.