افغان کرنیز محصولات به له ځانګړي نښان سره صادرېږي

انار

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کرنې وزارت چارواکي وايي دا سیستم دریو پړاوونو کې پلی کېږي.
    • Author, غزا نور
    • دنده, بي بي سي

د لومړي ځل لپاره به د افغانستان کرنتوکي (کرنیز محصولات) ځانګړي سوداګریز نښان سره نړیوال بازار ته صادرېږي. د دې سیستم د پلي کولو تړون پرون د کرنې وزارت او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې ترمنځ کابل کې لاسلیک شو.

د دې نښان د نه لرلو په دلیل لا هم د افغانستان ځینې کرنتوکي نړیوال بازار کې د نورو هېوادونو په نوم پلورل کېږي.

خو له دې نوي سیستم سره به د افغانستان با کیفیته محصولات لکه زعفران، د کندهار انار او ځنغوزي په نړیوال بازار کې د پېژندنې لپاره د سوداګرۍ نړیواله اداره کې په جي ای نښو سره ثبتېږي.

د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبخور وزارت وایي، د ارزښتناکو افغان کرنتوتکو د نړیوالې سوداګرۍ د پراختیا لپاره دا پروژه پیل شوې او د اروپايي ټولنې په مالي مرسته څو پړاوونو کې اجرا کېږي.

د افغانستان د کرنې وزارت وایي، د دغه هېواد درې ارزښتاناک کرنیز محصولات له جعرافیايي نښو یا جی ای سره د سوداګرۍ نړیواله اداره کې ثبتوي چې د کرلو ځای یې ثبتېږي او د تولید ځانګړنې یې هم په نښه کېږي.

انار

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډېری افغان کرنیز توکي د نورو هېواونو په نامه نړیوال بازار کې خرڅېږي

جعرافیايي نښې د صادراتي توکو هغه نښې دي چې د دغو توکو د تولید له ځانګړو خصوصیاتو سره د یوې سیمې د صادراتي محصول ټولې ځانګړنې پکې ثبتېږي.

د کرنې وزارت چارواکي وايي دا سیستم دریو پړاوونو کې پلی کېږي. د کرنې وزیر نصیر احمد دورانی وایي، د اروپايي ټولنې په ۴۶ میلیون ډالرو مالي مرسته د دې پروګرام لومړی پړاو په یو کال کې ترسره کېږي.

که څه هم افغانستان بېلابېل کرنیز توکي تولید او صادوري، خو تراوسه یې د سوداګرۍ نړیوال سازمان کې ځايي یا اصلي ځانګړنې ثبت شوې نه وې.

د افغانستان سوداګرۍ وزارت وايي، د افغانستان د کرنتوکو جعرافیايي نښې په نړیوال بازار کې د دې توکو په مارکېټ موندلو کې مرسته کوي.

مېوه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا سیستم د اروپایي ټولنې په مالي مرسته پلی کېږي

د سوداګرۍ وزارت مرستیاله مقدسه یورش وایي، په جی ای سیستم سره به د نورو هېوادنو په نوم د افغانستان د توکو د صادرېدو مخه ونیول شي.

نړیوالو مارکېټونو ته د افغان سوداګرو محدود لاسرسی او د تولید او بسته بندۍ د اړینو معیارونو نه درلودل د افغانستان د صادراتو د پراختیا برخه کې ننګونې بلل کېږي.

تېرو دوو کلونو کې افغان حکومت د انارو او ځنغوزیو په ګډون ځینې کرنیزو محصولاتو د صادراتو د ښه والي لپاره له چین، هند او نورو هېوادونو سره هوايي دهلېزونه پرانیستي دي.