د ورځپاڼو غورچاڼ: 'اتمر پیاوړی، خو د امریکا له بشپړ ملاتړ بې برخې دی'

اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې ولسمشريزو ټاکنو ته د حنيف اتمر د نوماندېدو په تړاو د يوۀ لوېديځوال ډيپلوماټ په وينا ليکلي، ښاغلى اتمر يو پياوړى او کارېزماتيک نوماند دى، خو د امريکا له بشپړ ملاتړ نه دى برخمن.

دغه ډيپلوماټ چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، ويلي افغانستان کې مشر کېدو لپاره ملاتړ ته اړتيا ده په تېره په اوسني حالت کې چې له طالبانو سره د سولې خبرې اترې روانې دي.

واشنگټن پوست وايي د امريکا د استازو د جرگې مشرې ننسي پلوسي افغانستان ته خپل پلان کړى سفر لغو کړ او ويلي دي چې ښاغلي ټرمپ د دوى د سفر پلان ډاگييزولو سره يو امنيتي خطر رامنځته کړى.

ورځپاڼې د اغلې پلوسي د وياند څرگندونې راخيستي چې وايي د کانگرس پلاوى چمتو و چې په سوداگرييزو الوتنو کې افغانستان ته ورشي خو وروسته له هغه يې دغه پلان لغوه کړ چې د دغه سفر په تړاو شويو خبرو ورته ډېر پام واړوه او له امله يې دغه پلاوي، ورسره مله چارواکو او افغانستان کې شته پوځيانو ته خطر په پام وړ کچه لوړ کړ، خو سپينې ماڼۍ ويلي هېڅ داسې څه يې نه دي په ډاگه کړي چې د امنيتي خطر لامل شي.

ورځپاڼه وايي دا په واشنگټن کې د زور ښودنې روانې لوبې کې نوې پرمختيا ده.

هندوستان ټايمز د امريکا د کانگرس د يوۀ رپوټ پر بنسټ ليکلي چې پاکستان ښايي د يوموټي او پياوړي افغانستان پر تله يو کمزورى او ناټيکاومن افغانستان غوره وگڼي. په رپوټ کې همداراز کابل سره يوې ژورې دفاعي همکارۍ ته د هند نه لېوالتيا هم ځلول شوې.

د رپوټ په وينا خو په همدې حال کې لږ تر لږه يو شمېر پاکستاني مشرانو ويلي چې افغانستان کې د ثبات نشتوالى د پاکستان په زيان پرېوځي.

ورځپاڼه وايي پاکستان کې د ډېر شمېر افغان کډوالو د شتون او ډيورنډ کرښې سره په تړاو اوږد مهالې ناندرۍ چې څو ځله د تاوتريخوالي لامل شوې د افغانستان او پاکستان اړيکي لا پېچلي کړي دي.

په دغه رپوټ کې راغلي چې پاکستان افغانستان ته د هند د باالقوه ستراتېژيکې ژورتيا په سترگه گوري او ښايي دا وړاندوينه وکړي چې له افغان مشرتابه سره يې ښه اړيکي کېداى شي افغانستان کې د هند د اغېز مخه ډب کړي.

رپوټ داسې پايله را وباسي چې د امريکا کانگرس کولاى شي د قوانينو او عمومي ويناو له لارې د افغان اساسي قانون او د ډېر مرکزيت لرونکي سياسي نظام د بدلولو په تړاو بالقوه يا شونې خبرو اترو لپاره د امريکا دريځ جوړولو کې مرسته وکړي.