افغان پېغله د بي بي سي د سلو ښځو په نوملړ کې

بي بي سي د ٢٠١۸ م کال لپاره له ټولې نړۍ د سلو نوښتگرو او الهام بښونکو ښځو نوملړ خپور کړ.
په دې نوملړ کې یوه هم افغان پیغله ۲۱ کلنه نرګس ترکې ده.
نرګس د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسۍ جوړونې له پوهنځي فارغه او اوس مهال له یوې موسسې سره حقوقي سلاکاره ده.

نوموړې له بي بي سي سره په خبرو کې وویل: "کله مې چې دا خبره واوریده له خوښۍ مې اوښکې روانې شوې هغه احساس چې څومره خوښه یم په لفظونو یې نشم بیانولی"
نرګس- چې له خپلې کورنۍ سره کابل کې اوسیږي وایي- دا د کورنۍ پنځمه لور وه هغه مهال چې یې ورور نه درلوده کورنۍ ته یې ویل شوي و چې له یوه هلک سره یې بدله کړي خو کورنۍ یې نه وه منلې .
نرګس ترکې دا مهال د ښځو د پیاوړتیا لپاره کار او مبارزه کوي.

د عکس سرچینه، NArges
وایي اوس هڅه کوي، چې یوه یتبم خونه جوړه کړي او راتلوونکي کې یې ستره هیله خپل کلي کې ښوونځی جوړول دي.
د بي بي سي "١٠٠ ښځې" لړۍ هر کال د نړۍ له لر او بر د سلو اغېزناکو او الهام بښونکو ښځو نومونه خپروي.








