"له ایران سره د افغان سوداګرۍ کچه تر ادعا ۷۵ سلنه کمه ده"

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي / کابل
پر ایران د امریکا د بندیزونو له لګېدو سره مهاله ایرانۍ فانینشیل ټرېبیون ورځپاڼې ویلي، له افغانستان سره د ایران په سوداګریزو اړیکو کې پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د ورځپاڼې د شمېرو له مخې، د روان مالي کال په لومړۍ مالي ربع کې د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري تر یو میلیارد ډالرو اوړي، خو د افغانستان د ماليې وزارت چارواکي بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه د ۱۸ میلیارد افغانیو (۲۵۰ میلیون ډالر) په شاوخوا کې یادوي.
د افغانستان د ګمرکونو مشر احمد رشاد پوپل وايي:
"له ایران سره زموږ کال د روان مالي کال په لومړۍ ربع کې ۱۷ میلیارده ۹۲۱ میلیون افغانۍ دی او په دویمه ربع کې زموږ واردات ۲۰ میلیارده ۴۶۳ میلیارده افغانۍ دي. په همدې ډول ایران ته زموږ صادرات ۴۱۷ میلیونه افغانۍ و او په دویمه ربع کې زموږ صادرات ۳۸۸ میلیونه افغانۍ دی."
په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ خونه هم د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ اړوند د فایننشیل ټرېبیون ورځپاڼې راپور ردوي، خو وايي، د تېر مالي کال د لومړۍ ربعې پرتله د سږ په لومړۍ ربع کې له ایران سره سوداګري لږ ښه شوې، چې یو لامل یې هم د لنډې مودې لپاره د اقینې بندر بندېدل و.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستال خانجان الکوزی وايي، له ایران سره په راکړه ور کړه کې د افغان لوري ګټه کمه ده:
"موږ چې څومره واردات ولرو دا زموږ په تاوان ده، ځکه زموږ اسعار ځي که زموږ صادرات زیات شي د خلکو پر ژوند اغېز کوي."
د افغانستان د مرکزي احصايې د شمېرو له مخې په یوه کال کې له ایران سره د افغانستان سوداګري تر یو میلیارد ډالرو اوړي چې یوازې ۱۸ میلیونه شاوخوا (۲۵۰ زره) یې د افغانستان له لوري صادرېږي.
د شمېرو له مخې تېر کال له بېلابېلو هېوادونو سره د افغانستان سوداګري تر اوو میلیارډو ډالرو اوښته، چې ایران یې په دویم کتار کې راځي.










