کابل کې هوايي ډګر ته نژدې "ځانمرګی برید ۱۴ کسان وژلي"

د عکس سرچینه، Getty Images
امنیتي سرچینې وايي نن کابل کې د حامد کرزي هوايي ډګر ته نژدې ځانمرګی په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. چاودنه څو شېبې وروسته له هغه شوې چې د افغان ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم له ترکیې هېواد ته ستون شو چې الوتکه یې په همدې هوايي ډګر کې کښېناسته.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وايي په ځانمرګي برید کې ۱۴ کسان وژل شوي او څه باندې ۵۰ نور ټپیان دي.
د ښاغلي ستانکزي په وینا ځانمرګی بریدګر پلی و او د هوايي ډګر له دروازې سره یې ځان پورې تړلي چاویدونکي توکي وچول.
ښاغلی ستانکزی وایي چاودنه هغه مهال شوې چې د ښاغلي دوستم لېږدوونکی ګاډی له سیمې تېر شوی و.
د برید مسولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی او دا هم نه ده معلومه چې آیا برید د ښاغلي دوستم له ستنېدو سره تړاو درلوده که نه.

د عکس سرچینه، Getty Images
له پېښې لږ وروسته اخیستل شویو عکسونو کې ښکاري چې په قربانیانو کې ملکي او پوځي کسان شته.
د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د لنډمهالي اوربند تر پای ته رسېدو وروسته دا دوهم لوی برید دی چې ګڼ خلک پکې وژل کېږي.
یوه اوونۍ وړاندې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د کلیو او پراختیا وزارت په لومړۍ دروازه کې ځانمرګی برید وشو چې پکې لږ تر لږه ۷ کسان ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول. په دې برید کې هم ځانمرګی بریدګر پلی و.








