تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ښځو لاریون: لنډمهالی اوربند وغځوئ
د افغانستان افغانستان ختیځ ننګرهار په مرکز جلال اباد پښتونستان واټ کې لسګونه مېرمنو د شپې په مخه راټولېدو او پلي تګ سره د افغان حکومت له لوري د وسله والو طالبانو سره د لنډ مهال اوربند هرکلی وکړ او غوښتنې یې دا وې چې دا اوربند وغځېږي.
په دغو مېرمنو کې چې شمېر يې تر شلو اوښت، د جلال اباد ښار مدني فعالانې او د جګړو د قربانيانو د کورنيو غړې هم وې او د سولې رنګ ټيکري یې په سر کړي وو.
دوی له مخابراتو څلور لارې تر پښتونستان واټ پلې ولاړې او د جګړې د درېدو غوښتنه یې کوله.
یادو مېرمنو د سولې، امن اوربند او ځینو نورو موضوعاتو اړوند لیکلي شعارونه له ځان سره لېږدول.
دوی د سولې رنګ ټیکري له غاړې کړي وو او په لاسونو کې یې د اوربند هرکلي، جګړې درېدو، اوږد مهال اوربند او له جګړو د ستړي کېدو او د سولې د ارمانونو د لرلو پېغامونه له ځانه سره لېږدول.
په دې ښار کې دا لومړی ځل دی چې د شپې په تياره کې مېرمنې سړکونو ته راوځي او بیا د لنډمهالې روغې جوړې د تلپاتې کېدو غوښتنې او ملاتړ کوي .
د مېرمنو د یاد لاریون تنظیموونکې حسنا احمدزۍ وویل، له دې لاریون یې موخه له ټولو ښکېلو خواوو جګړې ته د پای ټکي اېښودلو غوښتنه ده .
اغلې احمدزۍ وویل، ټولې مېرمنې او خویندې د افغان وسله والو طالبانو له لوري د درې ورځني او د حکومت له لورې د اووه ورځني اوربند اعلان خوشحاله کړې، خو پر دواړو لورو غږ کوي، چې د دې اوربند موده وغځوي .
دوی له نړیوالې ټولنې هم په هېواد کې د جګړې پای ته رسېدو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.