جیمز ماټیس او محمد بن سلمان د افغان طالبانو په اړه غږیدلي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا دفاع وزیر جیمز ماتیس له سعودي شهزاده محمد بن سلمان سره هغو طالبانو ته د خونديتوب پر چمتو کولو غږېدلي چې د سولې خبرو ته لیوالتیا ښيي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي، د ښاغلي ماتیس او ښاغلي سلمان د خبرو موضوع د افغانستان په سوله کې د سعودي عربستان د رول څرنګوالی او له هغو طالبانو سره همکاري وه چې د سولې خبرو ته ليوالتیا لري.
له دې مخکې د رویټرز خبري اژانس رپوټ کې ویل شوي و، چې د روانې میاشتې نیمايي کې د امریکا د دفاع وزیر جیمز ماټیس خبریالانو ته ویلي و، داسې نښې يې لیدلې دي چې د طالبانو یو شمېر غړي له افغان حکومت سره خبرو ته لېواله دي.
بل لور ته د افغانستان د سولې عالي شورا د سولې ټینګښت لپاره د هرډول همکارۍ هرکلی کړی دی.
د دغې شورا ویاند احسان طاهري بي بي سي ته وویل، سعودي عربستان د اسلامي هېوادونو د سرلاري په توګه کولی شي اغېزناک رول ولوبوي:
''هر هېواد چې غواړي موږ سره همکاري وکړي، موږ یې هرکلی کوو او مهم ټکی دا دی، چې د افغانستان د سولې رهبري او حاکمیت د افغانستان په لاس کې وي.
وسله وال مخالفان او طالبان که هر چېرې غواړي، چې خبرې پیل کړي، د سولې عالي شورا او افغان دولت یې هرکلی کوي، اسانتیاوې ورته چمتو کوي او د وسله والو مخالفانو شخصي امنیت تامینوي. ''
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل پروسې د دویمې ناستې پر مهال وویل، افغان حکومت له طالبانو سره له هر ډول مخشرط پرته خبرو ته چمتو دی.
افغان حکومت اعلان کړی چې چمتو دی له اوربند وروسته، طالبان د سیاسي ګوند په توګه وپېژني او د هغوی د غوښتنې په صورت کې په اساسي قانون کې یو لړ بدلونونه هم راولي.
طالبانو تراوسه د افغانستان حکومت دغه وړاندیز ته په رسمي ډول غبرګون نه دی ښوولی، خو امریکا سره خبرو ته یې چمتووالی ښوولی.

د عکس سرچینه، Getty Images
طالبانو نژدې یوه میاشت مخکې له امریکايي چارواکو غوښتي وو، چې قطر کې د دوی د دفتر له مسوولینو سره د افغانستان مسالې سوله ییز حل لپاره مخامخ خبرې وکړي.
د طالبانو په وینا که امریکایان د افغانانو مشروع غوښتنې ومني او له دوی سره د سولې خبرو ته کښېنې، مخامخ خبرې کولای شي د افغانستان ستونزې لپاره یوه حل لاره ومومي.
طالبانو ویلي، د امریکا کانګریس ته یې یوه پرانیستي لیک کې ویلي، چې جګړه د افغانستان ستونزې حل لاره نه ده او دا چې جګړه پر دوی تپل شوې ده.








