ليکوال او څېړونکی بختانی خدمتګار په ننګرهار کې خاورو ته وسپارل شو

بختانی خدمتګار

د عکس سرچینه، علومو اکاډمي

د عکس تشریح، عبدالله بختاني خدمتګار د پښتو ژبې د غني کېدو او د عدم تشدد مفکورې د پیاوړتیا لپاره لسګونه کلونه د قلم له لارې خدمت وکړ
    • Author, ذبيح الله رحيمزی
    • دنده, جلال اباد

د پښتو ژبې د وتلي لیکوال او څېړونکي عبدالله بختاني خدمتګار جنازه د افغانستان په ختيځ جلال اباد ښار کې ادا او د سره رود بختان کلي کې خاورو ته وسپارل شوه.

د ارواښاد بختاني په جنازه کې ګڼ شمېر لیکوالو، فرهنګيانو، ادب مينه والو او د حکومت يو شمېر لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی و.

لیکوالان او ادبپالان، اروښاد بختانی خدمتګار د افغان خاورې او پښتو ژبې نه تکرارېدونکې شتمني ګڼي.

دی چې پښتو ژبې ته یې له سلو ډېر چاپ او ناچاپ کتابونه ولیکل، ډېر کلونه د پښتو ټولنې اوعلومو اکاډمۍ غړی پاتې شوی او په کابل پوهنتون کې یې استادي هم کړې وه.

عبدالله بختاني خدمتګار د پښتو ژبې د غني کېدو او د عدم تشدد مفکورې د پیاوړتیا لپاره لسګونه کلونه د قلم له لارې خدمت وکړ.

ادب پال یې د افغانستان د معاصر ادب ځلانده ستوری او د پښتو لوی مورخ يادوي.

د ولسمشر فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر بي بي سي ته وويل، د پښتو ژبې ادب او په ځانګړي ډول د ادب تاريخ برخه د ده په اثارو ډېره غني وه.

نوموړی وايي "د استاد بختاني په وفات سره د ادبياتو د تاريخ یو باب پای ته ورسېد. دی زموږ د ادبياتو لويه هستي وه، د ده اثار ډېر متنوع او با ارزښته دي".

بختانی خدمتګار
د عکس تشریح، ارواښاد بختاني د ننګرهار سره رود په بختان کلي کې خاورو ته وسپارل شو

د قومونو او قابليو وزارت مرستیال اولیکوال عبدالغفور لیوال وايي، ارواښاد بختاني د ویښو زلمیانو او خدای خدمتګارانو د نهضتونو لاروی و او په دغه برخه کې یې خپلې ژبې ته ستړياوې د نه هېرېدو دي.

ښاغلي لېوال زياته کړه"ارواښاد بختاني په څېړنه، تخليق او ادبي تحقيقاتو کې لوی لاس درلود او د یو ديني عالم په حیث هغه سرمايه چې افغان ادبياتو ته معمولا د ديني علم له درکه را انتقالېږي له ده سره وه".

لیکوال او شاعر نجيب منلي وويل، استاد بختاني د خپلو ادبي هڅو تر څنګ په سیاسي خوځښتونو کې د تاوتريخوالي ضد فلسفې لاروی و، چې د ده په ټکو د استاد بختاني خدمتګار د ژوند کړه ډېرو ته يوه الګو (بېلګه) ده.

نوموړي وويل،"دی ټول عمر په وطن کې پاتي شوی، د چا يې تمه نه درلوده، خدايي خدمتګار و، وېښ زلمی و دا هغه څه دي چې زما په زړه کې به تل پاتي وي".

خدای بښلي خدمتګار ۹۳ کاله عمر وکړ. د پلازمېنه کابل په يوه روغتون کې يې د ژوند وروستۍ درې مياشتې په بستر تېرې او د شنبې په ورځ (۲۴ فبروري) يې د ژوند سره مخه ښه وکړه.

ارواښاد بختاني د ننګرهار سره رود په بختان کلي کې زيږېدلی و. په همدې کلي کې مروج ديني علوم زده او چې ځوانۍ یې پخېده روسيې ادبيات يې په روسيه کې ولوستل.

ارواښاد بختانی خدمتګار د ننګرهار په بختان سيمه کې خاورو ته وسپارل شون خو ډېرو ته یې فکر لا ژوندی او خدمتونه روښانه دي.