د کابل دیپلوماتیکه سیمه کې ځانمرګی برید شوی

د عکس سرچینه، Reuters
د افغانستان امنیتي چارواکي وايي، ولسمشرۍ ماڼۍ او د ناټو مرکزي قومندانۍ ته څېرمه یوه ځانمرګي برید لږترلږه دوه کسن وژلي او اوه نور یې ټپیان کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي بي بي سي ته وویل، برید ګهیځ اته بجې او ۲۰ دقیقې د یوه پلي روان ځانمرګي بریدګر له خوا د شش درک سیمې لومړۍ امنیتي پوسته کې وشو.
ښاغلی رحیمي وايي، ښايي بریدګر به امنیتي بنسټونو ته د ځان رسولو هوډ درلود. د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، د دوو ټپیانو روغتيايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
شش درک سیمه، چې د کابل نهمې امنیتي حوز اړوندېږي، تر ډېره ټینګ امنیت لري. تر ډېره امنیتي بنسټونه او د ناټو قومنداني په دې سیمه کې ده.
د تېرې سلواغې میاشتې پر اووه سږ کال کابل د تر ټولو خونړي برید شاهد و، چې کابو سل کسان پکې ووژل شول.
بل خوا، د افغانستان سوېلي هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې یوه ځانمرګي برید کوونکي له چاودېدونکو توکو خپل ډک موټر چوولی دی.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، په برید کې د دوو ښځینه پولیسو، ښځو او ماشومانو په ګډون اته کسان ټپیان شوي.
همداشان، د هلمند چارواکي وایې ددغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې یوه ځانمرګي برید کوونکي، چې غوښتل یې د یوه هاموي موټر په مټ د افغان پوځ یو مرکز په نښه کړي، تر رسېدو مخکې د افغان پوځيانو له خوا په نښه شوی او چاودنه یې کړې.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، برید کې یو افغان پوځي وژل شوی او دوه نور ټپيان دي، خو د کورنیو چارو وزارت د وژل شویو سرتېرو شمېر دوه ښيي او یو بل ټپي شوی.

د عکس سرچینه، Helmand
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې اختتامیه مراسمو ته خبرو کې د نن ورځې د کابل، هلمند او فراه ولایتونو د خونړیو پېښو په اړه خواشیني وښوده. هغه وویل، ''د هېواد دښمنان باید پر دې وپوهېږي چې موږ هېڅکله له خپل هوډه نه اوړو او تر پایه به مبارزه کوو. ''









