هغه افغان ښځې چې مېړونو پرې ایښې په څه حال دي؟

زرمینه
د عکس تشریح، څلور کلونه کېږي، زرمینه یوازې ژوند کوي.
    • Author, زینب محمدي
    • دنده, بي‌بي‌سي _ کابل

۲۲ کلنه زرمینه 'مستعار نوم ' له څېرې داسې نه ښکاري، چې واده یې کړی او څلور کلن زوی هم لري. خو دا چې د واده له ورځې یې شپږ کاله تېر دی وايي زوی یې د ۱۵ ورځو و، چې مېړه پرېښوده.

د زرمېنې میړه طلاق هم نه دی ورکړی او یوه بله مېرمن یې له ځان سره اروپا ته بیولې، نه یې ورته د لګښت لپاره څه لېږلي او نه یې ورسره له هغه راهیسې کوم سوال، ځواب کړی.

زرمینه وايي یو نیم کال مخکې یې فکر کاوه، چې له میړه د طلاق اخیستو لپاره څه وکړي، خو په عدلي او قضايي ادارو کې د فساد دومره خبرې اورېدلې، چې په خپله دوسیه پسې و نه ګرځېده.

د مېړه له پرېښودو وروسته اوس زرمینه پلارګنۍ کې اوسي. زرمینه وايي، له میړه سره ګډ ژوند یې هم ډاډه نه و، بلکې څو ځلې وهل ټکول شوې ده. اوس وايي، هڅه کوم داسې وکیل ومومم چې له میړه د قانوني بېلتون لپاره راسره مرسته وکړي.

افغان ټولنه کې زرمینه یوازې نه ده، بلکې داسې ډېرې مېرمنې شته، چې مېړونه یې له هېواده بهر اوسي او له دوی سره هېڅ اړیکه هم نه لري.

په ټولنه کې طلاق ته په ښه سترګه نه کتل کېږي او دغه راز له اولادونو بېلتون بیا هغه لاملونه دي، چې له کبله یې دغه ډول ښځې بې برخلیکه ژوند تېروي.

زرمینه
د عکس تشریح، زرمینه وايي، انتظار ستړې کړې او اوس د طلاق موندلو لپاره وکیل لټوي

ځینې بیا له کلونو انتظار وروسته له ميړونو د بېلېدو لپاره ټولنیز دود، دستور ماتوي، خو دغه هېواد کې یې له عدلي او قضايي بهیره تېرېدل هم اسانه چاره نه ده.

د یوه حقوقي دفتر کارکوونکې نیلوفر احمدزۍ چې د زرمېنې پر دوسیه کار کوي، د دغه ډول ډېر ښځو دوسیې ورسره دي، چې له قانوني او شرعي ټاکل شوې مودې یې ډېر انتظار کړی، خو د مېړونو لخوا یې ځواب نه دی موندلی او بالاخره یې د قانوني بهیر بشپړولو اقدام کړی دی.

د افغانستان مدني قانون له مخې که درې کاله د یوې ښځې مېړه ورسره اړیکه و نه کړي او دغه موده کې نفقه هم ور نه کړي، ښځه کولای شي د میړه غیاب کې ورنه د بېلتون غوښتنه وکړي. خو د مېرمن احمدزۍ په وینا هغسې چې قانون حکم کوي په اسانۍ نه عملي کېږي.

هغه وايي دغسې ښځې باید شاهدان او سند ولري او شاهدان یې هم باید له خپلو خپلوانو نه وي، چې په وینا یې د دغسې سند موندل چې ګواکې درې کاله یې د مېړه معلومات نه شته او یا دغسې شاهدانو موندل د افغان ښځو لپاره اسانه چاره نه ده.

مېرمن احمدزۍ وايي، له دې وروسته باید د ښځې د مېړه یا د هغه د خپلوانو جلب لپاره احکام صادر شي او رادیويي اعلان وشي. هغه وايي له دغو مسایلو وروسته هم د دغسې دوسیو څېړل ډېر وخت اخلي او عریضه کوونکې ښايي تر میاشتو انتظار وکړي، چې دوسیه یې وڅېړل شي.

نېلوفر
د عکس تشریح، نېلوفر احمدزۍ وايي، د بې برخلیکو ښځو ډېرې دوسیې ورسره دي.

افغانستان کې د طلاق کره شمېرې ځکه نه دي معلومې، چې کله نه کله د رسمي محکمو له لارې د طلاق ورکولو یا اخیستلو پرېکړې کېږي، خو کله بیا جرګې، مرکې او یا دیني عالمان دغسې قضیې حل کوي.

کارپوهان وايي، ډېری مهال د ښځو بې برخلیک پاتې کېدو دغه ډول ستونزې له کډوالۍ او اوږد مهاله سفرونو سره تړاو لري، داسې سفرونه چې د بېرته ستنېدو لارې یې تر کلونو تشې پاتې کېږي.

لسیزو اوږدو جګړو له سوریې وروسته افغانستان ته دویم ځای ورکړی، چې ډېر خلک یې په ټوله نړۍ کې کډوال دي.

ویل کېږي څه باندې دوه میلیونه افغانان په پاکستان او څه کم دوه میلیونه په ایران کې کډوال دي او دغه راز ۳۰۰ زره افغانان اروپا ته کوچېدلي دي.