د افغانستان په اړه د سیمه ییزې همکارۍ کانفرانس پیل شو

- Author, محمد قاضي زاده
- دنده, بي بي سي
د افغانستان په اړه د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ (رکا) اووم کانفرانس نن(سې شنبه د نومبر ۱۴) د ترکمنستان په پلازمینه عشق اباد کې پيل شو.
په دې کانفرانس کې د سیمې او نړۍ د ۴۴ هېوادونو او ۳۸ نړیوالو ټولنو استازو او چارواکو ګډون کړی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وایي چې د دې کانفرانس په لومړۍ ورځ درې جلا پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي.
د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په وړاندې د خنډونو ارزول به د لومړۍ غونډې موضوع وي.
دویمه مهمه غونډه چې افغان چارواکي یې د رکا په تاریخ کې نوې پيښه ګڼي د سیمې په کچه د سوداګرۍ په ډګر کی د ښځو د وړتیا د لوړولو په اړه مهمه ګڼل کېږي.
د افغانستان لومړۍ میرمن رولا غني چې پرون عشق اباد ته رسیدلې دې غونډې ته وینا کوي.
په دې کانفرانس کی د افغانستان د سوداګرۍ - اقتصاد - د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې او د ښځو د چارو وزیرانو هم ګډون کړی.
مهمې پرېکړې

په عشق اباد کې د ښځینه صنعت کارو د لاسي صنایعو د نندارتون پرانیستل به د دغه کانفرانس د لومړۍ ورځې بل پروګرام وي.
یو شمیر افغان مېرمنو د افغانستان له مختلفو سیمو خپل تولید توکي دغه نندارتون ته وړي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو بي بي سي ته ویلي چی ټاکل شوې سبا د دې کانفرانس په دویمه ورځ د یوه پریکړه لیک په ترڅ کې مهمې پریکړې اعلان شي
تراوسه د دغو پریکړو جزییات نه دي خپاره شوي خو افغان چارواکي وایي تمه کېږي د هغو بحثونو او خبرو اترو په پام کې نیولو سره چې نن ترسره کیږي سبا ځینی داسې تړونونه لاس لیک شي چې په نتیجه کې یې د سیمې د هېوادونو ترمنځ سوداګریز اړیکي تر پخوا اسان او پراخ شي.
رکا کانفرانسونه

د عکس سرچینه، .
د افغانستان په تړاو د سیمه ییزې همکارۍ کانفرانس (رکا) په لومړی ځل په ۲۰۰۵ کال کی ترسره شو.
دغه کانفرانس تراوسه نوي ډیلي - اسلام اباد - دوشنبه - استنانبول او دوه ځله په کابل کی جوړ شوی دی.
چارواکي دا کنفرانس داسې یوه پروسه ګڼي چې موخه یې په سیمه کې د اقتصادي همکارۍ پراختیا ده.
رکا دا راز هغه پروژې خپل لومړیتوبونه بولي چې د افغانستان په مرکزیت په سیمه کی ترسره کیږی.
د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګاز د لیږدولو پروژه (تاپی) - افغانستان او پاکستان ته د قرغزستان او تاجکستان د برښنا د لیږدولو پروژه کاسا ۱۰۰۰ - او د چابهار ترانزیت لار پلي کول د دی لومړیتوبونو په کتار کې راځي.









