د کابل لوېدیځ کې یوه بهرنۍ ښځه تښتول شوې

د افغانستان د کرنې وزارت وايي، د پلازمېنې کابل لوېدیځ شېرشاه مېنه کې د دغه وزارت د بڼوالۍ پروژې یوه بهرنۍ سلاکاره تښتول شوې ده.
د یاد وزارت په وینا، دغه بهرنۍ سلاکاره د یکشنبې په ورځ ګهیځ (جوزا ۲۸مه) تښتول شوې ده.
د دغه وزارت ویاند لطف الله راشد بي بي سي ته وویل، یاده مشاوره د کار لوري ته د تللو پرمهال تښتول شوې ده.
ځینو کورنیو رسنیو ویلي وو چې دغه تښتول شوې سلاکاره امریکایۍ ده، خو ښاغلي راشد دا ادعا رد کړه. دی وايي د امنیتي دلایلو له کبله یې هویت نه شي په ډاګه کولای.
تر اوسه د تښتوونکو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي او نه هم د تښتونې انګیزه معلومه شوې ده.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ پروژه د دغه وزارت په اډانه کې یو بریالی بهیر ګڼل کېږي چې تر ډېره په دې هېواد کې د بڼوالۍ او مالدارۍ برخو کې فعالیت کوي.
دا پروژه د نړیوال بانک په مالي ملاتړ ترسره کېږي چې د کرنې وزارت د چارواکو په وینا، د بڼوالۍ او مالدارۍ برخو کې درې بهرني سلاکاران کار کوي.
په ورته وخت کې نن (یکشنبې) تورخم ته پر لار د پاکستان د کونسلګرۍ دوه دیپلوماتان بې درکه شوي دي.










