تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولسمشرۍ ماڼۍ: تر اوسه مو د امرالله صالح رسمي استعفا نه ده تر لاسه کړې
د ولسمشرۍ ماڼۍ سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، ولسمشر غني د امنیتي سکتور په اصلاحاتو کې د دولت د وزیر امرالله صالح له استعفا د خواله رسنیو له لارې خبر شوی، خو ولسمشرۍ ماڼۍ لا په رسمي ډول د نوموړي استعفا نه ده تر لاسه کړې.
ښاغلي صالح تېره ورځ (جون ۱۳مه) پر خپل رسمي فیسبوکپاڼه ولیکل: " زه د امنیتي سکتور د اصلاحاتو په چارو کې د دولت د وزیر او د لوړپوړو دفاعي او امنیتي افسرانو پر ټاکنه د څار د بورډ د مشر په توګه له خپلې دندې ځان مستعفي ګڼم."
نوموړي د خپلې استعفا لاملونو په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده ژر به یې د پرېکړې پر لامل ټولو ته وضاحت ور کړي.
ښاغلي مرتضوي پر خپله فیسبوکپاڼه کښلي: " جمهور رییس غواړي د ښاغلي صالح د استعفا په اصلي لامل پوه شي. جمهور رییس د زړه له تله په تمه و چې د ښاغلي صالح له وړتیاوو او تجربو د امنیتي سکتور په اصلاحاتو کې ګټه واخیستل شي، نو په همدې بنسټ ټول لازم امکانات په واک کې ور کړل شوي وو. "
امرالله صالح چې د اجراییه مشر ښاغلي عبدالله له نژدې ملګرو دی، درې میاشتې وړاندې د امنیتي سکتور په اصلاحاتو کې د دولت د وزیر په توګه وګومارل شو.
دا هغه وزارت و چې ولسمشر غني پخپله رامنځته کړ.
ولسمشرۍ ماڼي له دفاع او کورنیو چارو وزارتونو غوښتي ول چې په امنیتي سکتور کې د دولت له وزیر سره هر اړخیزه همکاري وکړي.