نګورنو قره باغ؛ د تېلو زېرمه کې چاودنې ۲۰ کسان وژلي، سلګونه ټپیان دي

د عکس سرچینه، Reuters
د اذربایجان په نګورنو قره باغ کې د تېلو په یوه زېرمه کې چاودنې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي.
نژدې ۳۰۰ تنه روغتونونو ته وړل شوي، چې د لسګونو یې حالت " نازک" بلل شوی دی.
د بشري حقونو یوه فعال ګېګام سټیپانیان په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: "د تېلو په زېرمه کې د چاودنې له امله د ټپیانو شمېر له ۲۰۰ څخه اوښتی دی. د ګڼو کسانو روغتیایی حالت سخت او نازک دی. د نګورنو قره باغ طبي وړتیاوې کافي نه دي."
سیمه ییزو چارواکو د سه شنبې په ورځ په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویلي، د پیښې په ځای کې د ۱۳ تنو جسدونه موندل شوي. دا معلومه نه ده چې وژل شوي کسان څوک دي، اووه تنه نورو په روغتون ساه ورکړې.
د دوشنبې په ماښام د سټیپانکارت په مرکزي ښار کې د چاودنې لامل لا هم څرګند نه دی.
د اذربایجان له خوا تېره اوونۍ د نګورنو قره باغ تر نیولو وروسته، زرګونه تنه وروسته له هغه له سیمې وتلي چې په ایروان کې د ارمېنیا حکومت د جګړې له امله د بې کوره شوي خلکو د لېږد لپاره پلان اعلان کړ.
په همدې وخت کې د ارمېنیا حکومت ویلي، ۱۳۳۵۰ تنه کډوال د نګورنو قرباغ له سیمې دې هېواد ته دننه شوي دي.
د نګورنو قره باغ جنجالي سیمه د شاوخوا ۱۲۰،۰۰۰ ارمني توکمو کور بلل کېږي.
ارمېنیا: "په قره باغ کې توکمیزه تصفیه روانه ده"، د ارمېنیا او اذربایجان استازي په بروکسل کې غونډه کوي

د عکس سرچینه، AFP VIA GETTY IMAGES
د ارمېنیا او اذربایجان هېوادونو استازي نن بروکسل ته ځي، چې د اروپايي ټولنې په ملاتړ خبرو کې ګډون وکړي.
په داسې حال کې چې د ارمېنیا حکومت وايي، په نګورنو قره باغ کې قومي تصفيه پيل شوې، د جارمني کډوالو يوه څپه ارمېنیا ته رسېدلې.
د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان وايي، موږ په نګورنو قره باغ کې له توکمیزې تصفیې سره مخ یو او "اوس روانه ده".
د اذربایجان د چټکو عملیاتو په پایله کې د قره باغ غرنۍ سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې، چې له امله یې له تېرې اونۍ راهیسې زرګونه ارمنیان له سیمې وتلي دي.
دا د نګورنو قره باغ د غرنیو سیمو له نیواک وروسته د دواړو هېوادونو د استازو لومړۍ غونډه ده، هلته شاوخوا ۱۲۰ زره ارمنیان اوسېږي.
د کړکېچ د کنټرول په موخه اوسمهال اروپايي ټولنه د خبرو کوربه توب کوي، چې د اذربایجان او ارمنستان د ملي امنیت سلاکاران به په کې ګډون ولري.
ټاکل شوې دا خبرې د اروپايي ټولنې په مرکز بروکسل کې وشي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیس مېلر له دواړو خواوو غوښتي چې د یوې تلپاتې سولې په موخه خبرو ته سره کېني.
په نګورنو قره باغ کې د ارمني توکمونو مشران وايي، ټولو هغو کسانو ته به چې غواړي له سیمې ووځي، زمینه برابره کړي. دوی دغه راز خلکو ته د وړيا تېلو د برابرولو ژمنه کړې ده.
د ارمېنیا حکومت وايي له نګورنو قره باغ څخه د نورو ارمنیانو منلو ته تیار دی.
خو د اذربایجان جمهوریت وايي، په قره باغ کې به له ټولو ارمنیانو سره د "برابرو وګړو" په توګه چلند وکړي.










