د افغانستان بانک؛ پر بانکي سیستم بندیزونو د افغانستان اقتصاد اغېزمن کړی

د عکس سرچینه، DAB
د طالبانو په حکومت کې د افغانستان بانک مشر هدایت الله بدري وايي، د افغانستان پر بانکي سیستم بندیزونو د دغه هېواد اقتصاد ځپلی دی.
ښاغلي بدري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره په خبرو کې ویلي "د افغانستان د بانکوالۍ پر سکتور وضع شویو بندیزونو د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېز کړ او دې محدودیتونو نړیوالو مالي سیستمونو ته د افغان بانکونو لاسرسی له خنډ سره مخ کړی دی، دا محدودیتونه د مالي انزوا لامل شوي، د افغانستان د اقتصادي پرمختګ مخه یې نیولې ده او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي."
د افغانستان بانک له خوا په یوه خپاره شوي خبر کې راغلي، د دغه بانک مشر له نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره پر ګډې همکارۍ هم ټينګار کړی دی.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، د افغانستان شاخوا ۹ میلیارده ډالره شتمني په امریکا او نورو هېوادونو کې کنګل شوې ده.
د طالبانو حکومت هیله من و چې، دا پیسې به د دوی تر کنترول لاندې د افغانستان بانک ته ورکړل شي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د افغانستان بانک سرپرست مشر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان له ځانګړي همغږي کوونکي د دې زیرمو په خلاصون کې د ملګرو ملتونو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
وړاندې تر دې د امریکا حکومت ویلي و، د سویس له حکومت او یو شمېر افغان اقتصاد پوهانو سره یې په ګډه یو نوی فنډ یا صندوق جوړ کړی دی، چې د سویس له (بي ای ایس) بانک سره به بانکي حساب ولري.
د امریکا حکومت ویلي، په دې صندوق کې ساتل شوې شتمني به د عامو افغانانو د خیر ښېګڼې او د افغان دولت د نړیوالو پورونو هوارولو لپاره لګول کېږي، خو د طالبانو حکومت به ورته مخامخ لاسرسی ونلري.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، په راتلونکي کې به د افغانستان هغه شتمنۍ هم دغه صندوق ته لېږدول کېږي، چې له امریکا بهر نورو هېوادونو کې کنګل شوې دي.
واک ته له رسېدو راهیسې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په وار وار په ټينګار سره له امریکا او نړیوالو غوښتي، چې د افغانستان ټولې کنګل شوې شتمنۍ ازادې او دغه بانک ته وسپارل شي.
تر دې وړاندې عامو افغانانو، سوداګرو او د شرکتونو خاوندانو په وار وار د خپلو بانکي حسابونو د پیسو پر ایستلو له لګېدلي محدویت شکایت کړی دی.
سوداګر وایي دغه محدویت یې په کور دننه کاروبار او بهرنۍ سوداګري اغېزمنه کړې، هغه خبر چې اوس د افغانستان بانک مشر د ملګرو ملتونو استازي ته هم کړې ده.








