د درنې واورې ورښت د کالفورنیا زیاتره سیمې فلج کړې دي

کالیفورنیا واوره

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا په لویدیځو سیمو کې د سختې او درنې واورې ورښت او سړې هوا له امله د کالیفورنیا په سوېل کې میلیونونه خلک په کورونو کې دننه پاتې کېدو ته اړ شوي دي.

د لاس انجلس په څنډو د سان برناردینو په سیمه کې ملي ګارډ د مرستې لپاره ورغوښتل شوی دی.

دغه سیمه معمولا لمرین او معتدل ژمي لري، خو اوس یې میلیونونو اوسېدونکو د کنګل هوا خبرداري ترلاسه کړي دي. د کالیفورنیا په ډېرو سیمو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی. او هغو خلکو ته د بېړنیو مرستو رسول روان دي چې وروستیو سختو سړو ځپلي دي.

د سي بي اېس خبري اژانس خبر ورکړی چې یوې ۸۰ کلنې ښځې خپل ژوند هغه وخت له لاسه ورکړ چې له واورو ډکه برنډه یې ونړېده.

په لوړو سیمو کې د سختې واورې اورښت د دې لامل شوی، د یوسمیټ ملي پارک چې په امریکا کې یو له مشهور ځنګلي پارکونو دی، وتړل شي.

ژغورنکې ډلې هلته د تېرېدو لارې خلاصوي، چې په دغه ستر پارک کې، پاتې کسان ژر له سیمې واېستل شي. د کالیفورنیا حکومت د متحده ایالاتو په نورو سیمو کې له خصوصي شرکتونو د واورو پاکولو او د سړکونو په خلاصولو کې د مرستې غوښتنه کړې.

د لاس انجلس په څنډو د سن برناردینو په سیمه کې د واورې پاکولو موټرونه ۲۴ ساعته په کار بوخت دي، چارواکو ویلي د ټولو لارو پاکول ښايي یوه اوونۍ یا تر هغه ډېر وخت ونیسي.

په ځینو برخو کې د واورې ارتفاع تر دوو مترو رسېږي.

کالیفورنیا واوره

د عکس سرچینه، Getty Images

د سن برناردینو ډیری اوسیدونکي چې په لوړو سیمو کې ژوند کوي په کورونو کې بند پاتې دي.

ځایي حکومت هڅه کوي د ځانګړې ټیلیفوني کرښې له لارې له هغو خلکو سره مرسته وکړي چې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.

یوه ځايي چارواکي اسوشیټیډ پریس ته ویلي: "موږ پوهېږو چې ډیری چتونه به د دې درنې واورې د زغملو توان ونه لري."

تر راتلونکو دوه دریو ورځو کې لاهم د واورې ورښت اټکل شوی دی.

په کالیفورنیا کې بې سارې سړه هوا د خبرونو سرټکی دی، په داسې حال کې چې د امریکا ختیځې برخې او د واشنګټن ډي سي په څېر ښارونو کې د پسرلي څپه راغلې او د تودوخې درجه پکې د سانتیګراد له شل درجو پورته ثبت شوې ده.