متحده عربي اماراتو څنګه په لومړۍ هڅه کې مریخ ته سپوږمکۍ واستوله؟

د عکس سرچینه، UEASA
په ۲۰۲۰ کال کې، د متحده عربي اماراتو فضايي ادارې مریخ ته د رسیدو لپاره خپل لومړنی فضايي ماموریت پیل کړ، په داسې حال کې چې د دې پروژې له پیله یوه لسیزه نه وه تېره شوې.
دوی څنګه دا چاره اداره کوله؟
د ۲۰۲۰ کال د جولای په ۱۹مه، د کوویډ ۱۹ وبا له خورېدو څو میاشتې وروسته چې نړۍ یې ډېره اغېزمنه کړه، یوه سپوږمکۍ د جاپان په سویل کې د تانګاشیما له فضايي مرکزه وتوغول شوه.
د دغې کوچنۍ سپوږمکۍ اوږدوالی تر دوو مترو لنډ او وزن یې هم نژدې د فورډ فوکس موټر له وزن سره برابر وو. خو ډیرې کمرې او سپیکرو میټرونه پکې ځای پر ځای شوي وو، چې له ځمکې ۴۹۳ میلیون کیلومترو لېرې واټن کې خپل راتلونکی ماموریت ترسره کړي. د دې سپوږمکۍ په طلایي رنګه بدن یو تور راډیويي انتن لګېدلی وو چې د فضا له پراخو او سړو ژورو ځمکې ته معلومات ولیږدوي.
د "هیلې" په نوم دغه فضايي بیړۍ نه د امریکا وه، نه د روسيې او نه هم د اروپايي ټولنې کوم هېواد، دا لومړنۍ سپوږمکۍ وه چې د متحده عربي اماراتو فضايي ادارې له خوا د ځمکې له مداره توغول شوې وه. که دا پروژه بریالۍ شي، نو هیله به د یوه عربي هیواد لومړنۍ فضايي بیړۍ وي چې مریخ ته رسیږي او متحده عربي امارات به د هغو څلورو هیوادونو په ډله کې ورګډ شي چې خپلې سپوږمکۍ یې په بریالیتوب سره د مریخ په مدار کې ځای پر ځای کړې دي.

د عکس سرچینه، GIUSEPPE CACACE/GETTY IMAGES
هغه وخت متحده عربي اماراتو د خپل جوړښت پنځوسمې کلیزې لمانځلو لپاره چمتووالی نیوه، د هېواد هوایی ادارې په خپله لومړۍ هڅه کې مریخ ته د دې فضايي بیړۍ په استولو سره ستر کار ته لاس اچولی وو. د هیلې ماموریت د مریخ د اقلیم په اړه د مالوماتو راټولول وو، چې مخکې هېڅکله نه وو ارزول شوي.
د هیلې سپوږمکۍ دنده داسې وخت پیل شوه چې شپږ کاله وړاندې یې د متحده عربي اماراتو فضايي اداره هېڅ موجوده نه وه.
د اماراتو لپاره، چې فضايي اداره کې ډیره تجربه نه لري، ان مریخ ته رسېدل ورته یوه ستره لاسته راوړنه ګڼل کیږي. دا هېواد اوس تر امریکا، روسیې، چین او هند وروسته پنځم هېواد دی چې د مریخ په مدار کې سپوږمکۍ لري او تر هند وروسته دویمه فضايي اداره ده چې په لومړۍ هڅه کې بریالۍ شوې ده.
د اماراتو د فضایي ادارې له جوړېدو مخکې دغه هېواد ۷ سپوږمکۍ فضا ته استولې وې، چې ټولې یې د بهرنیو شرکتونو له خوا جوړې شوې وې، چې په کې د اروپا ایربس، د امریکا بوینګ او د جنوبي کوریا سټریک شامل وو. په پایله کې په۲۰۱۸ کال کې ، دوی خپله لومړنۍ سپوږمکۍ ډیزاین کړه. د "خلیفه ست" ځمکې څېړونکې سپوږمکۍ چې د اماراتي انجینرانو یوې ډلې لخوا په سویلي کوریا کې د سیټریک تاسیساتو په کارولو سره جوړه شوې وه.
په ۲۰۱۸ کال کې د "خیلفه ست" سپوږمکۍ د قزاقستان له بایکونور فضايي اډې فضا ته وتوغول شوه.

د عکس سرچینه، GIUSEPPE CACACE/GETTY IMAGES
له ځمکې څخه د ۶۱۳ کیلومترو په واټن د دې سپوږمکۍ له خوا اخیستل شوي د لوړ کیفیت لرونکي انځورونه د ښاري پلان جوړونې او مرستو رسولو په ګډون په بېلابېلو برخو کې اخیستل شوي وو. خو "خلیفه ست" نورې موخې هم لرلې، چې یوه یې په متحده عربي اماراتو کې د فضايي صنعت جوړول وو.
په ۲۰۲۰ کال کې د اماراتو د مریخ پروژې مشر ۳۸ کلن عمران شرف وویل، "متحده عربي اماراتو وخت نه درلود چې انتظار وکړي او باید د دې ظرفیتونو د جوړولو بهیر یې په چټکۍ سره پیل کړې وای. او دوی د "دې هدف لپاره مریخ وټاکه. "
د متحده عربي اماراتو فضايي بېړۍ باید د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر کې د دغه هېواد د جوړېدو د پنځوسمې کلیزې له لمانځنې مخکې د مریخ په مدار کې ځای پر ځای شوې وای.
د اماراتو مریخ پروژې نه یوازې د نړۍ په ډګر کې د خپل هېواد بیرغ پورته کولو هڅه بریالۍ کړه، بلکې د دې ماموریت اصلي موخه د مریخ په سیارې کې د اقلیمي حالاتو تر ټولو بشپړ ممکن انځور چمتو کول وو، چې تر اوسه یې لا څېړنې نه دي شوي.










