تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ارجنټاین لوبډله کور ته ستنه شوه، په ویاړ یې یوه ورځ عمومي رخصتي اعلان شوې
د ۲۰۲۲ کال فوټبال نړیوال جام ګټونکی ارجنټاین بېرته خپل هېواد ته راستون شو. د ارجنټاین فوتبال ملي لوبډله بوینس ایرس هوايي ډګر کې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوه او د دې خوښۍ د نمانځنې په مناسبت یې نن په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړه. دغې لوبډلې چې د یکشنبې پر ورځ د فوټبال نړيوال جام پايلوبه کې فرانسې ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړيوال جام په خپل نامه کړ.مینه وال یې ټول پر سړکونو د لوبډلې هرکلي ته ولاړ وو.د ارجنټاین حکومت ویلي، نن ورځ د ټول هېواد په کچه رخصتي ده،مینه وال کولی شي "ملي ټیم د بریال خوښي ونمانځي".