ارجنټاین لوبډله کور ته ستنه شوه، په ویاړ یې یوه ورځ عمومي رخصتي اعلان شوې

د ۲۰۲۲ کال فوټبال نړیوال جام ګټونکی ارجنټاین بېرته خپل هېواد ته راستون شو. د ارجنټاین فوتبال ملي لوبډله بوینس ایرس هوايي‌ ډګر کې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوه او د دې خوښۍ د نمانځنې په مناسبت یې نن په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړه. دغې لوبډلې چې د یکشنبې پر ورځ د فوټبال نړيوال جام پايلوبه کې فرانسې ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړيوال جام په خپل نامه کړ.مینه وال یې ټول پر سړکونو د لوبډلې هرکلي‌ ته ولاړ وو.د ارجنټاین حکومت ویلي، نن ورځ د ټول هېواد په کچه رخصتي ده،‌مینه وال کولی شي "ملي ټیم د بریال خوښي ونمانځي".

میسي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ارجنټاين لوبډلمشر لېونل ميسي او روزونکی لیونل سکالوني له لوبډلې سره یو ځای له الوتکې راښکته کېږي.
میسي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا هغه الوتکه ده چې ارجنټابن لوبډله پکې له قطره خپل هېواد ته راستنه شوه، پر وزر یې د میسي انځور لګول شوی.
میسي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یو سر خلاصی بس د بیونس آیرس په هوايي ډګر کې د لوبډلې رارسېدو ته په تمه دی.
میسي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، میډ فیلډر اینزو فرنانډیز د بس سر کې لوبډلې سره ولاړ دی او د خپلې بریا پر خوښۍ ډول غږوي
میسي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مینه وال یې له هوايي ډګره د ارجنټاین د فوټبال تر فدراسیونه په اوږدو کتارونو کې ولاړ دي
میسي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مینه وال یې د دغه هېواد د فوټبال له فدراسیون بهر خپل ټیم ته په تمه دي
میسي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سپین او آبي رنګونه هر ځای خورا ډېر ښکاري