د تودې هوا شدیده څپه د اروپا شمال پر لور روانه ده

د ویډیو تشریح، اروپا کې د تودې هوا شدیده څپه او اور

د هوا اټکل او وړاندوینې ښيي چې لوېدیزه اروپا به د سې شنبې پر ورځ له لا ډېرې تودوخې سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د دې تودې هوا څپه د شمال پر لور روانه ده.

بریتانیا او فرانسه کې د ډېرې تودوخې خبرداری ورکړ شوی او د اسپانیا شمال کې د دوشنبې ورځ ۴۳ درجو د تودې هوا نوی ریکارډ جوړ کړی.

له دې تودې څپې سره په فرانسه، پورتګال، اسپانیا او یونان کې ځنګلي اورلګېدنې هم دوام لري چې زرګونه کسان یې د خپلو کورونو پرېښدولو ته اړ کړي‌ دي.

ویل کېږي چې د بریتانیا ځینو سیمو کې به سې شنبه د ریکارډ‌ کچې تودوخه ثبت شي او فرانسه کې هم تېره ورځ د ۴۲ درجو تودوخې د ثبت شوي ریکارډ د ماتېدو امکان شته.

اروپا

فرانسه کې د تېرو څو ورځو اورلګېدنو له ۳۰ زرو ډېر کسان بې ځایه کړي، بېړني پنډغالي ورته درول شوي‌ دي.

‌دغه اور له تېرې سې شنبې د دغه هېواد سویل لوېدیځ کې ۱۷ زره هکتاره ځمکه سیځلې.

د بریتانیا د ختیځ ځینو سیمو کې د دوشنبې پر ورځ تودوخه ۳۸ اعشاریه ۱ درجو ته رسېدلې وه.‌

د دغه هېواد د هواپوهنې ادارې ویلي چې ښايي د سې شنبې پر ورځ تودوخه پر ۴۰ درجو واوړي،‌ چې تر دې وړاندې هېڅکله دغه هېواد کې نه ده ثبت شوې.

ګرمه هوا

د تودې هوا د دې څپې له کبله د اورګاډو په وسیله سفرونه لغوه او د لندن لوټن هوايي ډګر کې ځینې الوتنې وځنډې.

هالنډ هم په دوشنبه د روان کال تر ټولو توده ورځ تجربه کړه او سې شنبه به پکې هوا لا توده وي.‌

بلجیم او جرمني کې به راتلونکو ورځو کې تودوخه ۴۰ درجو ته ورسېږي.

اسپانیا او پرتګال کې له ۱۰۰۰ ډېرو کسانو مړینه

A firefighter tackles a wildfire near Zamora, northern Spain. Photo: 18 July 2022

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

اسپانیا او پرتګال کې تر زرو ډېرو مړینو ته د تېرو څو ورځو د تودې هوا له څپې سره تړاو ورکړ شوی دی.

پرتګال کې د پنجشنبې پر ورځ ۴۷ درجې تودوخه ثبت شوه چې پخوا هېڅکله جولای میاشت کې پکې دومره تودوخه نه ده ثبت شوې.

د اسپانیا ۲۰ مختلفو سیمو کې اورلګېدنه روانه او تر کنټرول وتلې ده.

شنونکي وايي د نړیوال اقلیم د بدلون له کبله امکان شته چې د تودې هوا څپې لا ډېرې، شدیدې، بې نظمه او اوږدې شي.