شمالي قطب د چا ملکیت دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ایا د انرژۍ شرکتونه کولی شي شمالي قطب کې ګازو او نفتو ته د لاسرسي لپاره کیندنې وکړي؟ دې پوښتنې ته په عدالت ولاړ ځواب موندلو لپاره د اروپا بشري حقونو محکمه کې قضايي دعوا روانه ده.
د چاپېریال ساتنې فعالانو، د ناروې حکومت په شمالي قطب کې د پلټنو په تړاو د اروپا د بشري حقونو محکمې ته کش کړی.
دا یوه ازمېښتي قضیه هم ګڼل کېږي د دې لپاره چې په ډاګه شي د دې سیمې له طبیعي زېرو تر کومې کچې ګټه اخیستل کېدای شي.
شمالي قطب څومره زېرمې لري او څښتن یې څوک دی؟
د متحده ایالاتو ځمکپوهنې سروې اټکل کړی چې شمالي قطب کې ۱۶۰ میلیارد بېرله تېل او د نړۍ ۳۰ سلنه طبیعي ګاز شته دی.
ناروې، روسیه، سویډن، فنلنډ، آیسلنډ، متحده ایالات، کاناډا او ډنمارک هغه هېوادونه دي چې شمالي قطب مدار کې ملکیت لري.

د عکس سرچینه، EPA
د سویلي قطب برعکس شمالي قطب چې سمندرونه په کې زیات دي د چاپېریال ساتنې لپاره یې د اقتصادي ودې پر وړاندې هېڅ ډول نړیواله هوکړه نشته.
د ځمکې د کرې تودوخه په دې معنی ده چې د نړۍ تر ټولو شمالي سیمه کې کنګلونه په اوبه کېدو دي او په اسانه کېندنې په کې کېږي.
د ناروې محکمه کې قضیه څه ده؟
ناروې چې په لویدیځه اروپا کې د تېلو تر ټولو لویه تولېدوونکې ده له ۲۰۱۶ کال راهیسې یې د شمالي مدار بارنتز سمندر کې د نفتو او ګازو لټولو جوازونه ویشلي دي.
په ۲۰۲۱ کال کې د ناروې ۶ ځوانان او د چاپېریال ساتنې دوو ډلو د ناروې له دې سیاسته د اروپا بشري حقونو محکمې ته شکایت وکړ.
دوی ویل:"ناروې کیندنو ته په اجازې ورکولو سره د اقلیمي کړکېچ بهیر کې د بشر له اساسي حقونو سر غړوي."

د عکس سرچینه، Getty Images
د چاپېریال ساتنې فعالان وايي، شمال قطب کې کندنې د دې لامل کېږي چې د قطب کنګلونه لا زیات په چټکۍ اوبه شي.
دوی د بشري حقونو په اړه د اروپايي کنوانسیون د دویمې مادې چې د ژوند حق خونديتابه په اړه ده او اتمې مادې چې د کور او ژوند حق په تړاو ده یادونه کړې.
اړونده کار پوه میاچیمبرلین وايي:"کیدای شي موږ یو فرصت ولرو چې د شکایت کولو له لارې د تېلو دې ورانوونکو کېندنو مخه ډب کړو."
د ناروې فعال لاسه اریکسن بیورن رویترز ته وویل، کېندنې کولی شي په شمالي قطب کې کب نیولو ته زیان واړوي او د خلکو د ژوند ډول له ګواښ سره مخامخ کړي.
د ناروې درې محکمو د دوی استیناف غوښتنه رد کړې، خو د اروپا د بشري حقونو محکمې دا جدي نیولې او د ناروې پر حکومت یې غږ کړی چې د ځان سپناوی وکړي.
د ناروې حکومت څو ورځې مخکې ځواب ورکړ چې دوی اوس د اقلیم بدلون پر وړاندې مبارزه کې له نړیوالو هڅو سره لاس وړي او هوډ لري چې تر ۲۰۵۰ کال پورې د کاربن ډای اکساید تولید صفر ته را ټیټ کړي.
یاد هېواد وايي، نوې انرژۍ ته له لاسرسي مخکې د تېلو او ګازو د تولید محدودول ناروې ته زیان رسوي.
د اروپا د بشري حقونو محکمه دمګړۍ په پلټنو بوخته ده او په راتلونکو څو مياشتو کې به خپله پریکړه اعلان کړي.
نور کوم هیوادونه په شمالي قطب کې کیندنې کوي؟

د عکس سرچینه، EKATERINA ANISIMOVA
د روسیې د تېلو شرکتونه له یوې لسیزې راهیسې په شمالي قطب کې فعالیت کوي.
د دې ترڅنګ د امریکا متحده ایالت هم غواړي چې د الاسکا په شمال کې کیندنو ته اجازه ورکړي.
هېوادونه په شمالي قطب کې کوم حقونه لري؟
د شمالي مدار قلمرو کې پراته هېوادونه خپلو ساحلونو ته د نژدې سیمو له حقونو برخمن دي.
دوی کولی شي چې له خپلو سواحلو تر ۳۲۰ کیلومترو پورې اقتصادي سیمې انحصار کړي.
دا هیوادونه په دې سیمو کې د کب نیولو، زیربنا جوړولو او طبیعي زیرمو د استخراج حق لري.
که چیرې د کوم هېواد د سمندر برخه لویه وي نو له دې شمېره لا زیاته سیمه د خپل اقتصاد لپاره کارولی شي.
دمګړۍ اختلاف پر دې دی چې د سمندر په تل کې له شمالي قطبه د غرونو تېره شوې لړۍ چې ۱۷۲۱ کیلومتره ده د چا ملکیت دی؟
کاناډا، روسیه او ګرینلنډ ټول د دغو غرونو د مالکیت دعوه کوي.
هر هېواد چې بریالی شو شمال قطب کې له ۸۸ کیلومتره مربع نه د زیات سمندر د مالکیت دعوه هم کولی شي.
روسي پلټونکو په ۲۰۰۷ خپل بیرغ د شمالي قطب سمندر کې پورته کړ چې خپلو ګاونډیانو ته خبرداری ورکړي.
ایا د چاپیریال فعالان به په ورته قضیو کې بریالي شي؟

د عکس سرچینه، LASSE FRODE/GREENPEACE
تیر کال، په هالنډ کې یوې محکمې د شاهي هالنډ شېل انرژۍ شرکت ته وویل چې تر ۲۰۳۰ پورې باید د ګلتوني ګازو استخراج د ۲۰۱۹ په پرتله ۴۵٪ کم شي.
شکایت د ځمکې د ملګرو شبکې لخوا محکمې ته وړل شوی.
په ۲۰۱۸ کې، د کولمبیا سترې محکمې حکومت ته امر وکړ چې د امازون باراني ځنګل د ویجاړېدو مخنیوي لپاره سملاسي اقدام وکړي.









