پاکستان کې د ترهګرۍ ضد محکمې حافظ سعید ته د ۳۲ کاله بند سزا اورولې

حافظ سعید

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، حافظ سعید او نور محکوم شوي کسان پر ځان لګېدلي ټول تورونه ردوي

د پاکستان لاهور ښار کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې د جماعت الدعو‌‌‌ة ډلې مشر حافظ سعید ته 'د ترهګرو د مالي ملاتړ ' په جرم د ۳۲ کاله بند سزا اورولې ده. نوموړی ۳ لکه ۴۰ زره پاکستانۍ روپۍ جریمه شوی هم دی.

حافظ سعید په دې تړاو دوه جلا قضیو کې تورن و، چې اوس لومړۍ قضیه کې ورته د ۱۵ نیم او دویمه کې ورته د ۱۶ نیم کالو بند سزا ورکړل شوې ده.

یاده دې وي چې نوموړی وار د مخه په زندان کې دی او د ترهګرۍ ضد محکمې لخوا بېلابېلو قضیو کې مجرم بلل شوی.

د محکمې په پرېکړه کې راغلي چې حافظ سعید د لشکر طیبه ډلې غړی دی او همدا راز د جماعت الدعوة ادارې د رهبرۍ شورا غړیتوب هم لري.

پاکستان کې پر دې دواړو ادارو بندیزونه لګېدلي، او د لشکر طیبه ډله د نړیوالو ترهګرو ډلو په لېست کې هم شامله ده.

پخپله حافظ سعید هم د امریکا لخوا د نړیوالو ترهګرو په لېست کې شامل شوی دی او پر سر یې لس میلیونه ډالره جایزه هم اېښودل شوې.

امریکا او ګڼ نور هېوادونه تور لګوي چې د جماعت الدعوة ډله په اصل کې د لشکر طیبه ډلې یوه برخه ده او په غیر مستقیمه توګه د ترهګریزو فعالیتونو لپاره چنده راټولوي.

محکمې ویلي چې حافظ سعید او د لشکر طیبه ډلې یو شمېر نورو غړو د پاکستان 'میا چنو ' ښار کې د جماعت الدعوة ادراې لپاره ځمکه اخیستې وه.

دې پرېکړه کې راغلي، د دې ځمکې له لارې حافظ سعید او د لشکر طیبه ډلې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره مالي ملاتړ ترلاسه کړی، او باید پر دوی نه وای خرڅه شوې.

یاده دې وي چې د ۲۰۲۰ کال په نومبر میاشت کې هم د لاهور ترهګرۍ ضد محکمې حافظ سعید ته په درې جلا قضیو کې ټولټال لس نیم کاله بند سزا اورولې وه او یو لک او لس زره پاکستانۍ روپۍ یې جریمه کړی و.

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د جماعت الدعوه مشر حافظ سعید

په هغه قضیه کې هم پر نوموړي تور و چې د ترهګرو فعالیتونو لپاره یې چنده راټوله کړې او په ناقانونه توګه یې پر ځمکو قبضه کړې ده.

همدا راز د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې همدې محکمې حافظ سعید ته په دوه جلا قضیو کې ۱۱ کال بند سزا اورولې وه.

پخپله حافظ سعید او نور محکوم شوي کسان پر ځان لګېدلي ټول تورونه ردوي او تور لګوي د بهرنیو هېوادونو د فشارونو له کبله پر دوی بې بنسټه تورونه لګېدلي.

خو لشکر طیبه ډله په ۲۰۰۸ کال کې د هند په ممبی ښار کې په خونړیو بریدونو هم تورنه ده. هغو بریدونو کې ۱۶۶ کسان وژل شوي وو چې ۶ امریکایان هم پکې شامل وو.