د مغولو واکمنۍ اړوند بې سارې عینکې لیلامېږي

د عکس سرچینه، Sotheby's
د هند یوې نامعلومې شاهي خزانې اړوند بې سارې عینکې چې الماس او زمرد پکې کاروول شوي، د روانې میاشتې وروستیو کې لندن کې لیلامېږي.
د سوتبېز په نامه لیلامۍ اداره وايي، دې عینکو ته د مغولو شاهي دورې عینکو دا چوکاټ په نژدې ۱۸۹۰ کال کې چمتو شوی دی.
دغه اداره وايي، عینکو ته به د یو نیم او دوه نیم میلیونو پاونډو تر منځ بیه وټاکل شي.
په پام کې ده، چې له پلور مخکې به دا عینکې په لندن او هانګ کانګ کې نندارې ته هم وړاندې شي.
تر اوسه معلومه نه ده چې دا عینکې چا چمتو کړې، خو ګومان کېږي، د مغول شاهانو اړوند دي، چې ۱۶ مه او ۱۷ میلادي پېړیو کې پر هند نیمه وچه واکمن وو او د مهمو هنري او ودانیز سبک لاسته راوړنو له کبله یې شهرت درلود.
د سوتبېز په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د عینکو په چوکاټ کې الماس او زمرد ځای پر ځای شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي:
''د جواهراتو معیار او اصلیت فوق العادي دی او د دې کچې جواهرات به له شک پرته د یوه امپراتور ملکیت وو. ''
د الماسو غمي چې له یوې طبیعي ټوټې جلا شوي، فکر کېږي چې سویلي هند کې له ګولکنډه طبیعي زېرمو موندل شوی دی.
د اوښکې په بڼه توږل شوي زمرد بیا له یوه کولمبیايي زمرده توږل شوي دي.









