د مغول شهزاده کيسه چې پر کندهار یې یرغل کړی و

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ریحان فضل
- دنده, بي بي سي هندي، ډیلی
د مغولو دربار په هکله ویل کېږي، چې یو فارسي متل په کې ډېر تکراریده او هغه داسې و چې 'یا تخت یا تخته '
په هند کې د مغولو تاریخ راته وايي، چې مغول پاچا شاه جهان نه یوازې خپل دوه وروڼه، خسرو او شهریار وژلي وو، بلکې په ۱۶۲۸ کال پر پلاز له کېناستو وروسته یې د دوو ورېرونو او تره زامنو د وژلو حکم هم کړی و.
له ده وروسته یې زوی اورنګزیب هم د ده پر پله روان و او د هند واکمني تر لاسه کولو لپاره یې له خپل مشر ورور داراشکوه نه سر غوڅ کړ.
ایوک چندا په دا وروستیو کې پر دې موضوع 'داراشکوه، د مین هو ووډ بي کینګ ' نومي کتاب لیکلی او د يوې پوښتنې په ځواب کې یې راته وویل، چې دارا شکوه څو اړخیز او پیچلی شخصیت درلود :
''هغه له جوش او ولولې ډک ځوان و، مفکر، عالي شاعر، څېړونکی، صوفي او پر هنرونو مین شهزاده و، خو بل لور ته یې د پاچاهي اړوند پوځي او اداري چارو ته هېڅ لیوالتیا نه درلوده. پاچا شاه جهان هم خپل نازولی وليعهد له جنګ جګړو او درباري سیاسته لرې ساته، خو بل زوی یې اورنګزیب په داسې حال کې د هېواد سویل کې د جګړو مشري کوله، چې ایله ۱۶ کلن و. ''

د عکس سرچینه، DARA SHUKOH THE MAN WHO WOULD BE KING
البته پاچا د خپل ځایناستي په توګه د داراشکوه ګومارلو ته داسې لیوال و، چې په ځانګړو مراسمو کې یې هغه ته د (شاه بلند اقبال) لقب ورکړ او اعلان یې وکړ، چې له ده وروسته به داراشکوه پر تخت کېني. شاه زاده داراشکوه ته دوه سوه زره روپۍ ورکړل شوې او د ورځنیو لګښتونو لپاره یې هره ورځ زر روپۍ حواله شوې.
د شاه جهان په اړه ویل کېږي چې د فیلانو جنګولو شوق یې کاوه. د ۱۶۳۳ کال د مې میاشتې پر ۲۸ ورځ شاه جهان د سداکر او سورت سندر نومي فیلانو د همداسې یوه جنګ پر مهال له بلۍ یا بالکونه لاندې کوز شو.
یو فیل د جنګ له میدانه وتښتېد او بل له شا ورپسې و، چې شاه زاده اورنګزیب یې مخې ته ورغی او فیل حمله پرې وکړه. ویل کېږي، اورنګزیب چې هغه مهال ۱۴ کلن و، د فیل پر ټنډه د نېزې ګوزار وکړ.
پوځیانو د پاچا شاوخوا حلقه جوړه کړه، خو فیل د اورنګزیب آس وغورځاوه. شاه زاده شجاع هم دغه مهال پر فیل حمله وکړه، خو غوسه ناک فیل د هغه آس هم وغورځاوه.

د عکس سرچینه، DARA SHUKOH THE MAN WHO WOULD BE KING
وروسته د شاهي پوځ یو ټولی هلته ورسېد او فیل یې وځغلاوه. ایوک چندا وايي، 'پاچا وروسته اورنګزیب وروغوښت او په یوه غونډه کې نوموړي ته د (بهادر) یا زړور لقب ورکړ، له سرو زرو سره یې وتاله او هغه ټول سره زر یې د انعام په توګه ورکړل. '
د دغې پېښې پر مهال داراشکوه هلته و، خو د فیل کابو کولو لپاره یې هېڅ و نه کړل. تاریخ لیکواله رعنا صفوي یې دلیل داسې وايي:
''داراشکوه د پېښې له ځایه یو څه لرې و. دی سملاسي هلته نه شو رسېدلای او له همدې کبله دا سمه خبره نه ده، چې ګواکې هغه په لوی لاس ځان پټ کړی او اورنګزیب وستایل شو. ''
د مغولو د تاریخ ډېر لګښتي واده
له نادره بانو سره د داراشکوه واده د مغولو په تاریخ کې یو داسې واده بلل کېږي، چې لګښت یې تر ټولو ډېر و.
پیټر مینډي چې هغه وخت له انګلستانه هند ته تللی و، په یوه لیکنه کې کاږي، چې د هغه واده لګښت ۳۲ سوه زره روپیو ته رسېده، چې نیمايي برخه یې د د دارا شکوه مشرې خور جهان ارا بیګم ورکړې. ایوک چندا وايي:
''داراشکوه نه یوازې د پلار، بلکې د خپلې مشرې خور هم نازولی و او شاه جهان په هغو شپو ورځو کې د خپلې مېرمنې ممتاز محل له مړینې وروسته لومړی ځل په مراسمو کې د ګډون لپاره راوتلی و. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
د واده مراسم د ۱۶۳۳ کال د فبرورۍ پر لومړۍ پیل شول او اته ورځې یې دوام وکړ. ویل کېږي یوازې د هغو کالیو بیه اته سوه زره روپیو ته رسېده، چې ناوې نادره بانو د واده پر لومړۍ ورځ اغوستي وو.
پر کندهار د داراشکوه برید
که څه هم داراشکوه په خپلو خلکو کې د یوه کمزور پوځي او نا اهله منتظم په توګه مشهور و، خو داسې هم نه ده، چې په هېڅ یوه جګړه کې یې برخه نه ده اخیستې.

د عکس سرچینه، Getty Images
پر کندهار د یرغل مشري یې خپل وړاندیز و، چې له ماتې سره پکې مخامخ شو. اویک چندا په دې هکله وايي:
''کله چې اورنګزیب له کندهاره ناکام ستون شو، نو داراشکوه پر دغه ښار د یرغل لپاره خپل نوم وړاندې کړ او شاه جهان ورسره ومنله.
داراشکوه له ۷۰ زره پوځیانو سره لاهور ته ورسېد. ۱۱۰ مسلمان او ۵۸ راجپوت قومندانان یې چمتو کړل او په پوځ کې یې ۲۳۰ فیلان، ۶۰۰۰ خندق کېندونکي، ۵۰۰ مشکیان، جادوګر، ملایان او سادوګان شامل وو.
دارا د خپلو پوځي قومندانانو پر ځای د همدې کسانو په مشوره د جګړې نېټه وټاکله او پر دې کسانو یې خورا ډېر لګښت کاوه.
خو بل لور ته افغان جنګیالو کلک دفاعي پلان درلود او له اوږدې کلابندۍ وروسته هم دارا ناکام او تش لاس ډیلي ته ستون شو. ''

د عکس سرچینه، DARA SHUKOH THE MAN WHO WOULD BE KING
د تخت لپاره د وروڼو جګړه
د شاه جهان له ناروغۍ وروسته د واک لپاره د وروڼو په جګړه کې اورنګزیب پر یوه لوی فیل داسې حال کې ناست وو، چې ورپسې ۱۵۰۰۰ غشي وېشتونکي سپاره روان وو.
زوی یې سلطان محمد او میرنی ورور یې میربابا هم تر څنګ روان وو، چې دواړو پر خپل ځای د زرګونو پوځیانو مشري کوله.
اویک چندا وايي، 'په لومړي سر کې برابره جګړه کېده، خو وروسته اورنګزیب ځان غوره قومندان ثابت کړ. اویک چندا وايي، داراشکوه خپل یوه قومندان خلیل الله خان ولمساوه، چې د فیل پر ځای پر آس کېني او خپل پوځ مشري وکړي، خو همدا چاره د دې لامل شوه، چې د دارا پوځیانو د هغه وژل کېدو ګومان وکړ او تیت پرک شول. '

د عکس سرچینه، DARA SHUKOH THE MAN WHO WOULD BE KING
ایټالوی مورخ نیکولا منوچي د دغې جګړې تصویر په دې تورو کاږي:
''د دارا ملګري پوځیان مسلکي نه وو. ډېری یې نایان، قصابان، یا عادي مزدوران ول. دارا هڅه کوله ځان زړور وښيي، پوځیانو ته یې د یرغل امر وکړ، خو کله چې د اورنګزیب پوځ ته نژدې شو، هغوی پرې د ټوپکو او توپونو برید وکړ. دارا او پوځیانو یې دغه ناڅاپي غبرګون ته چمتو نه وو.

د عکس سرچینه، F
نوموړي امر وکړ، چې د ځوابي برید لپاره توپونه مخکې راوړل شي، خو هغه وخت یې د وارخطایۍ حد نه و، چې معلومه شوه، د یرغل په منډه کې یې خپل توپونه شا ته پرې ايښي دي. ''
هندی مورخ جدونات سرکار وايي:
''داراشکوه د جګړې له ډګره وتښتېد او څلور یا پنځه کیلومتره لرې د ارام لپاره تر یوې ونې لاندې کېناست. یو وخت یې غوښتل تر سر تړلی خول پرانیزي، خو دومره ستړی و، چې لاس یې سر ته نه شو پورته کولای. سرکار لیکي:
''د شپې شاوخوا نهه بجې وې، چې دارا له یو شمېر ملګرو سره د اګرې کلا ته د غلو په څېر پټ ننوت. آسان یې ستړي وو، د پوځیانو لاسونو کې یې مشالونه نه ول او په ښار کې ویرجنه خاموشي خپره وه. دارا پټه خوله له اسه کوز شو، کور ته ننوت او دروازه یې وتړله.
داراشکوه له اګرې ډيلي ته، له هغه ځایه پنجاب ته او وروسته افغانستان ته وتښتېد، خو ملک جیون د اورنګزیب کسانو ته وسپاره. ''
داراشکوه له هغه ځایه ډیلي ته ورسول شو او په ډېر سپکاوي د ډیلي په لارو کوڅو کې وګرځول شو. فرانسوي مورخ فرانسوا برنیئر دغه منظر داسې کاږي:

د عکس سرچینه، Getty Images
''داراشکوه پر یوه کوچني فیل ناست و. ورپسې یې ۱۴ کلن زوی سپهر شکوه پر یوه بل فیل و او د اورنګزیب غلام نذربیک له تیکي ایستلې توره ورپسې روان و. نذر بیک ته امر شوی و، چې که دارا د تښتېدو هڅه وکړي، سملاسي باید سر ترې غوڅ کړي. ''
ایوک چندا وايي، ''یوه درویزګر په لوړ غږ ویل، دارا یو وخت د دې هر څه څښتن وې، پر دې لاره به چې تېرېدې، څه نا څه به دې راکول، خو اوس هېڅ نه لري. دارا د دې خبرې له اورېدو وروسته پر خپلو اوږو پروت څادر هغه ته وروغوځاوه. ''
له دې وروسته دارا د خیراباد سیمې زندان ته واستول شو. یوه ورځ وروسته د اورنګزیب محکمې اسلام ته د سپکاوي په تور د داراشکوه اعدامولو پرېکړه وکړه.
اورنګزیب ۴۰۰۰ سپاره له ډیلي بهر واستول او په لوی لاس یې ګنګوسه خپره کړه، چې ګواکې داراشکوه د ګوالیار سیمې زندان ته بیول کېږي، خو د ورځې په پای کې اورنګزیب خپل غلام نذربیک راوغوښت او ورته ویې ویل، چې د دارا پرېکړی سر لیدل غواړي.
ایوک چندا وايي:

د عکس سرچینه، DARA SHUKOH THE MAN WHO WOULD BE KING
''دارا او زوی یې د خضراباد په زندان کې په خپل لاس دال پخاوه، ځکه ویریده چې په خوړو کې ښايي زهر ورکړل شي، چې نذربیک له خپلو نوکرانو مقبول، محرم او فتح بهادر سره هلته ورسېد. نذربیک دوی ته وویل، چې د دارا د زوی بیولو لپاره راغلی، سپهر ژړل، دارا په ټټر پورې نیولی و، خو نذربیک په زور هغه بلې خونې ته ورساوه. ''
ایوک زیاتوي:
''دارا په خپل بالښت کې یوه چاړه ساتلې وه، د نذربیک پر یوه ملګري یې حمله وکړه، خو هغوی دارا تر دواړو لاسونو ونیو، پر ګونډو یې کړ او نذر بیک د تورې په ګوزار سره سر ترې پرې کړ. ''
دغه سر اورنګزیب ته په داسې حال کې وړاندې شو، چې نوموړی د خپلې ماڼۍ په باغ کې ناست و. د سر له لیدو وروسته نوموړي امر وکړ، چې باید له وینځلو وروسته په یوه لوښي کې ورته وړاندې شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ایوک چند وايي، ''مشالونه او څراغونه د دې لپاره وغوښتل شول، چې اورنګزیب د خپل ورور غوڅ شوی سر ښه وویني. په بله ورځ (۳۱ اګست ۱۶۵۹) اورنګزیب امر وکړ، چې د دارا بې سره تن د ډیلي په لارو کوڅو کې وګرځول شي. ''
ایټالوی مورخ نیکولا منوچي لیکي:
''اورنګزیب خپل پلار شاه جهان ته په یوه لیک کې ولیکل، زوی دې اورنګزیب د ډالۍ په توګه یو لوښی درته استوي، چې له لیدو وروسته به یې تل یاد ساتې. ''
وروسته شاه جهان ته په ټوکر کې نغښتی لوښی وړاندې شو او کله چې هغه ولید د نازولي زوی داراشکوه سر یې پکې ایښی و.
د داراشکوه پاتې بدن د همایون په مقبره کې خښ شو او سر یې د تاج محل په انګړ کې خاورو ته وسپارل شو.

د عکس سرچینه، DARA SHUKOH THE MAN WHO WOULD BE KING
اورنګزیب غوښتل شاه جهان د خپلې مېرمنې مقبرې له لیدو وروسته تل دا فکر هم وکړي، چې د زوی سر یې هم هلته شته.








