استوايي ګینه کې مرګونې چاودنې شوې

ګینه

د عکس سرچینه، TVGE

استوايي ګینه کې څو پرله پسې چاودونو لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي دي.

دا پېښه د دغه هېواد تر ټولو ستر ښار باتا کې د یوې پوځي اډې شاوخوا شوې او ویل کېږي تر ۵۰۰ ډېر کسان پکې ټپي شوي هم دي.

د استوايي ګینې جمهوریت ولسمشر ټېوډورو اوبیاګ نګوېما ویلي دا چاودنې په دې پوځي اډه کې د ډینامیټ ساتلو کې د 'ناغېړۍ' له کبله شوې دي.

په خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې دغو چاودنو پراخه ویجاړي اړولې ده.

د استوايي ګینې دولتي تلویزیون ویلي خلک تر نړېدلو ودانیو لاندې د احتمالي پاتې کسانو په لټون بوخت دي.

ولسمشر نګوېما په یوې اعلامیه کې ویلي چې دغو چاودنو "باتا کې نږدې ټولو کورونو او ودانیو ته زیان اړولی دی."

هغه د نړیوالو مرستې او همکارۍ غوښتنه کړې ده.

ښاغلی نګوېما زیاته کړې دا پېښه ښايي د کروندګرو لخوا د دې پوځي اډې شاوخوا ځمکو کې د لګول شوي اور له کبله شوې وي.

د استوايي ګېنې روغتیا وزارت په څو پرله پسې ټویټونو کې له دوطلبو روغتیايي کارکوونکو غوښتي چې د باتا سیمه ییز روغتون ته ولاړ شي.

دغه وزارت دا راز له خلکو د دې پېښې ټپیانو ته د وینې بسپنه غوښتې ده.

روغتیا وزارت د دریو روغتونونو نومونه ورکړي چې "ډېر جدي ټپیان" د درملنې لپاره ورلېږدول شوي دي.

استوايي ګینه کې د فرانسې سفیر اولېویر بروچېنین دا پېښه ناورین بللی او له قربانیانو سره یې خواخوږۍ ښودلې ده.

د اسپانیا سفارت په دغه هېواد کې خپلو اتباعو ته ویلي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

استوايي ګینه په ۱۹۶۸ کال تر خپلواکۍ پورې د اسپانیا مستعمره وه.

د افریقا د لویدیځ دغه هېواد چې د تیلو صادرونکی دی، یو میلیون او ۲۰۰ زره وګړي لري.