مرکزي افریقا کې د مسلمانانو په وژنه تورن محاکمه کېږي

د عکس سرچینه، AFP
د مرکزي افریقا جمهوریت د فوټبال فدراسیون پخوانی مشر پاتریس نګایسونا د جرمونو نړیوالې محکمې ته انکار کړی چې ګنې جنګي جرمونو او د مسلمانانو وژلو مشرۍ کې یې لاس درلود.
د مسیحي ملېشو پخواني قومندان دا هم نه دي منلي چې ګنې د بالاکا قبیلې غړي یې وژلي او بشرضد جرمونه یې کړي دي.
د نګایسونا او الفریډ یکاتوم محاکمه د جرمونو نړیواله محکمه کې پیل شوه.
پر دوی د جنګي جرمونو او په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې مرکزي افریقا هېواد کې د مسلمانانو د وژلو تور دی.
لاهم په دې هېواد کې کورنۍ جګړه روانه ده او د جګړې مخکښان یې پر شاوخوا دریمه برخه واکمن دي.
محکمې پر نګایسونا او یکاتوم د وژنو، ربړونو او په اجباري ډول د ماشومانو وسله وال کولو په ګډون ګڼ تورونه لګولي دي.
هاګ کې د بي بي سي خبریاله انا هولیګن وايي محکمه د محکمې پرمهال ټولو حاضرو کسانو ماسکونه اچولي وو او د قاضیانو ترمنځ هم پاموړ واټن و.
"د بالاکا دوښمنان"

د عکس سرچینه، AFP
د فرانسې دا پخوانۍ مستعمره په ۲۰۱۳ کال د کورنۍ جګړې شاهده وه، هغه مهال د مسلمانانو په ګډون مخالفې ملېشې چې ځانونه یې سیلیکا بلل، د دغه هېواد پر ډېری مسیحي سیمو واکمنې شوې.
مسیحي ملېشو ځانونه د "بالاکا دوښمنان" بلل او له مسلمانو ملېشو سره یې جګړه پیل کړه.
په نښتو کې زرګونه کسان ووژل شول. ملګرو ملتونو وویل تر یو میلیون ډېر وګړي له خپلو مېنو وتښتېدل.
نګایوسنا اعلان وکړ چې " د ملېشې سیاسي همغږی کوونکی د بالاکا دوښمن دی". نړیواله محکمه وايي هغه جنګي او بشر ضد جرمونه کړي، چې وژنې، ربړونې او د مسلمانانو وژنه کې په زور له ماشومانو په جګړه کې کار اخیستل راځي.
که څه هم نګایسونا پر هغه هر راز لګېدلي تورونه رد کړل، خو په ۲۰۱۵ کال د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندېدو ته پرې نه ښودل شو.
نګایسونا مخکې د فوټبال ملي فدراسیون مشر و او د لنډ وخت لپاره د سپورت وزیر هم شو، بیا په ۲۰۱۸ کال د افریقا د فوټبال فدراسیون د شورا غړی وټاکل شو، چې په دې سره د بشري حقونو ډلو له سختو نیوکو سره مخامخ شو.
په دې شورا کې تر ټاکل کېدا وروسته هغه وویل: "که پر ما لګول شوي تورونه سم وی، دې مقام ته به نه رسېدم".
هغه وویل: "سپورت له سیاست سره نه ګډوم او هرڅه مې چې کړي د خپل وطن د ګټې لپاره مې کړي دي".
د ۲۰۱۸ کال پای کې، نګایسونا فرانسه کې ونیول شو او په بله میاشت (د ۲۰۱۹ لومړیو کې) فرانسې هاګ کې نړیوالې محکمې ته وسپاره.
الفریډ یکاتوم څوک دی؟

د عکس سرچینه، AFP
نوموړی چې د "رامبو" نوم هم ورکړل شوی، پر ولسي وګړو د برید او د هغو د وژلو او ربړولو مسئول و، ماشومان به یې جنګي کرښو ته جذبول، د جګړې مخکښ او د "بالاکا دوښمنانو" د ملېشو پخوانی قومندان دی.
که څه هم پر هغه د ملګرو ملتونو بندیزونه لګول شوي، خو په ۲۰۱۶ کال پارلمان کې وکیل شو، بیا په ۲۰۱۸ کال وروسته تر هغه چې پارلمان کې یې له یوه بل وکیل سره تر لفظي شخړې وروسته ډزې وکړې، ونیول شو.
که څه هم نوموړي وتښتېد، خو د پوځ تر څارنې لاندې، کله چې ونیول شول نړیوالې محکمې ته وسپارل شول.
په دې هېواد کې کابو ۱۳ زره نړیوال سوله ساتي ځواکونه مېشت دي چې د کال لګښت یې تر ۹۰۰ میلیون ډالرو رسېږي.
د محکمې پیلېدا سره،لاهم منځنۍ افریقا کې ترینګلتیا روانه ده.










