په زندان کې د ولسمشر حسن روحاني د ورور لومړۍ ورځ

روحاني

د عکس سرچینه، AFP/EPA

د عکس تشریح، فریدون روحاني پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي

د ایران د ولسمشر حسن روحاني ورور د فساد په یوه قضیه کې له تورنېدو وروسته نن چارشنبه زندان ته ولېږل شو. نوموړی په دې قضیه کې په پنځه کاله بند محکوم شوی.

حسین فریدون د خپل ورور او ولسمشر حسن روحاني نږدې سلاکار و. د نوموړي مدافع وکیلانو نن چارشنبه رسنیو ته وویل چې موکل یې د تهران په ایوین زندان کې خپله پنځه کلنه د بند سزا پیل کړه.

پر حسین فریدون تور و چې بډې یې اخیستې دي، او تېره می میاشت کې په اووه کاله بند محکوم شو. خو وروسته د استیناف محکمې د هغه د بند موده پنځو کالو ته راکمه کړه.

خو د بند د سزا ترڅنګ نوموړی شاوخوا ۹ میلیونه ډالره جریمه شو او امر ورته وشو چې په ناقانونه توګه ترلاسه کړې ټولې شتمنۍ بېرته وسپاري.

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ولسمشر روحاني پلویانو د محکمې دا پرېکړه غندلې ده

پخپله ښاغلي فریدون پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي، او د ولسمشر حسن روحاني ځینې پلویان هم ادعا کوي چې په قضایي برخه کې ځینې سخت دریځۍ کړۍ غواړي له دې لارې پخپله د ولسمشر روحاني اعتبار خراب کړي.

خو محکمې ویلي، دوی په خپلو پرېکړو کې هېڅ ډول سیاسي مصلحتونو ته نه ګوري.

ولسمشر حسن روحاني د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷ کال په ټاکنیزو کمپاینونو کې ژمنه کړې وه چې فساد به ختموي، خو تر دې دمه په دې مبارزه کې پاتې راغلی.